بیا دې په غاړه د بلا مرګونو پړه واخیسته
شاباس، په خپله بربادۍ کې دې حصه واخیسته
بیا دې څو میندې د زامنو سر ته کښېنولې
بیا دې له څو پښتنو خوېندو نه اسره واخیسته
د مرګ امیره، موږ د ژوند لپاره خواست کړی دی
زموږ له لاسو که دې دغه عریضه واخیسته
دا که دې بیا پردو ملکونو ته په کډه کړلو
دا دې نو بیا د خور له سره لوپټه واخیسته
د داسې چا، چې یې هر کار ته ورکوله اوږه
د داسې ژڼي جنازه مو په اوږه واخیسته
دوی د ماضي په زنګ وهلیو، او ناچلیو سیکو
زموږ له خلکو یوه روښانه آینده واخیسته
دا لېونی دی، دا په خپل مړوند وارونه کوي
د دې سړې که چا له لاسو نه تېشه واخیسته
قراره خواره آخرت ته دې ورخونه تړه
تا خو له ژونده یوه ذره هم خونده نه واخیسته