وخت و، داسې وخت و چې مهار زما په لاس کې و
ستونی د رقیب، او زړه د یار زما په لاس کې و
دا خبره نه وه، چې به کار زما په لاس کې و
کار د هر سړي و، ابتکار زما په لاس کې و
ته هغه ګوډۍ وې، چې اسمان در باندې ښکلی و
زه هغه هلک ومه چې تار زما په لاس کې و
ښکلي مې تابع ول، او له دغه برکته نو
یو مخې د زړونو کاروبار زما په لاس کې و
ما به چې ګلونه لمسول نو یو رقیب و چې
هر ځلې به تللی لکه خار زما په لاس کې و
چا چې به یې قد تر خپله حده پورته وګاڼه
کاڼی به یې سر ته انتظار زما په لاس کې و
ته وې زما مېنه، ستا په زړه کې اوسېدمه زه
زه د ښار امیر وم دغه ښار زما په لاس کې و
غر وم، د سیند غاړه وم، د ښکلې درې ډډه وم
لمنځه، که نښتر و، که چنار زما په لاس کې وو
تل مې غبرګولې، را وتلي او تېرې څوکې
تل به یو سټک - لکه نجار - زما په لاس کې و
بد کوو چې داسې په وهمونو باوري یو تل
بد کوي چې وایي، چې غبار زما په لاس کې و
ښه ده چې دا ښکلې بلا عذر شوه، قرار او
ښه ده چې یو زړه ورته تیار زما په لاس کې و