د مجیدالله قرار لخوا خپرې شوې لیکنې
قرار : موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو/ غږ او متن
موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو زموږ په تېره کې څوک په حساب درې مدحیې نشي موندای زموږ په شعر کې څوک د دربارو قصیدې نشي موندای
قرار : موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو/ غږ او متن
موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو زموږ په تېره کې څوک په حساب درې مدحیې نشي موندای زموږ په شعر کې څوک د دربارو قصیدې نشي موندای
غزل: قرار
څنګه دې لرې له زړه وشړم په "ځه" خو نه یېماشومانه خویونه مه کوه وړه خو نه یې د زړه خبره ده، منو یې، کمزوري ده زموږکنه ریښتیا به سره وایو دومره ښه خو نه یې نور به دې نوم په خوله وانخلم، نور دې نه یادومپه تا خو نه مسلمانېږم، کلیمه خو نه یې ښایسته یې، ښایسته یې، ښایسته ښه ډېره یېخو چې دا زه وایمه دومره ښایسته خو نه یې د خپلو غمه دلته دومره تکلف څه مانا؟زړه ته ډاډه راځه، خپل کور دې دی، مېلمه خو نه یې زړګیه، نور دې تما
قرار/ غزل: دومره خو په خوب کې خررا هم کوو
خوله هم له چا غواړو، حیا هم کووګرانه ده دا هم کوو، دا هم کووغله ته لومه هم ږدو، خو له غله سرهوړاندې په دې هکله سلا هم کووورک یې هم کړو، ژوند هم ور په زهرو کړووروسته ورته خپله دوعا هم کووڅومره چې د ځینو غزلونه ديهومره موږ په خوب کې خررا هم کووبس ده چې پرون مو نن په یاد نه وهنن به ښکلیه غم د سبا هم کووموږ خو دې له سترګو ازار ډېر وړیخیر که دې د شونډو هوا هم کوو
قرار: موږ پرېږده زموږ خولې خو د دوعا لپاره دي
موږ پرېږده زموږ خولې خو د دوعا لپاره دينه دا چې د یو چا د ښکلېدا لپاره دي سرې شونډې را نیږدې کړه، ګناه هم ده خو راځهدا ځینې اندامونه د ګنا لپاره دي یو وخت و سادګي وه، زما داسې و ګومانچې ټول د جهان ښکلي نو زما لپاره دي نه اوسي په دې زړونو کې د زړونو مالکاندا ښکلي محلونه د کیرا لپاره دي په سترګو کې خو زر رنګه کیسې دي تا خو وېلچې سترګې بس د اوښکو او ژړا لپاره دي زما سپېرو لبانو ته څه پاتې شوو چې س
قرار: هغوی ته چې، هرڅه تور او سپین ګوري
د دوی خیال دی چې زموږ په دې نړۍ کې خلک یا د دوی په څېر دي، او یا نه دي د دوی خیال دی چې یوه کرښه د بېلتون ده خلک یا ځینې را تېر دي، او یا نه دي مینځګړی حد د دوی لپاره نشته لږ څه ښه یا بد د دوی لپاره نشته بل معیار د دوی له خپله ذهنه پرته د قبول او رد د دوی لپاره نشته د رنګونو له ګڼوالی نا خبره هرڅه هرڅه تور او سپین ورته ښکارېږي خلک واړه د خپل ځان په شانې بولي خلک واړه په خپل دین ورته
قرار: له جغرافيې سره د هالبروک د جګړې په اړه
ناپوهه چې کېوتي دي له ما سره په جنګکېوتي دي د ميندو له دوعا سره په جنګدا ولي وي زموږه په دې خاوره هر سړیله غرونو له سيندونو او هوا سره په جنګ ډېر خلک د غليم پر ځای اخته دي دلته اوسد خپلو تقاضاوو له بلا سره په جنګله سترګو د تمييز د تښتولو په غرضڅوک اچوي هندارې او رڼا سره په جنګ؟ها مخامخ خو هسې هم د سر قاتل ګڼيدا دوه چې سره ناست دي خوا تر خوا سره په جنګملګريو په مردارو اوبو نه کېږي اودسپه خدای ک
قرار: اوس په سکوت کې زور پیدا شوی * اوس په چپتیا کې شور پیدا شوی
چې استبداد و، هغه لا ښه و پاچا جلاد و هغه لا ښه و په انتقاد کې به مو تاثیر و څک به وجدان و، څک به ضمیر و چې د قمچینې وار به یې وکړ ته وا کوم ډېر بد کار به یې وکړ هلته د نقد تورم نه و نقد وو تندر، څه خردٌم نه و اوس خو له ډېره ډېره تکراره هیڅ پاتې نه دي د چا لپاره هره خبره، یو ځلې شوې که څه هم نه ده، لا پلې شوې
خبرونه او تبصرې
له شنه سهاره تر ماښامه چې راډیو کوک کړېایتلافي ځواکونوپنځه ښځمنې دي وژلي درې ځلمي یې وړيایتلافي ځواکونود یوه کور درې ماشومان یوځای په ګولو ویشتليایتلافي ځواکونوکتاب سوځلی او تور سري یې په سپو خوړليد ایتلاف عسکرود لارویو په موټرو باندې ډزې کړيد ایتلاف چورلکوبیا د پولیسو پر پوسته باندې بمبار کړی دیاو کلیوال چې د ماښام له لمانځه وروسته سرهپه توخانه باندې راپنډ شي مجلسونه کوينو یو له
د حکمتیار او شپون پر پله: د پښتو غږپوهنې په برخه کې څو وړاندیزونه. د مجیدالله قرار لیکنه
د پښتو غږپوهنې په برخه کې د دوو نومیالیو پوهانو، ښاغلي سعدالدین شپون صاحب او انجنیر ګلبدین حکمتیار صاحب پرځای او پروخت لیکنه په دې اړه د یوه کره علمي بحث یوه ښه پیلامه کېدای شي. که څه هم د پښتو د غږپوهنې په برخه کې تر دې دمه ترسره شوی کار د پام او قدر وړ دی. تېر کار د راتلونکي کار پوخ اساس، او هغې زینې ته ورته دی چې د برتګ لپاره پرې پښه اېښودل ضرور دي، خو د علمي بحث تکامل یواځې یواځې د علمي بحثونو په ادامې ترسره کېدای شي او پر همدې دلیل، غواړم چې د علمي بحث د نغري تودولو یوه سپرغۍ
قرار: د ایتلاف ډارن سرتېري ته
هې ته خو مار نه یې لړم خو نه یېاو نه غونډل یې، نه لنډۍ لټکهنو بیا دې ولې دا سینه ده داسېد دوزخي کینې له زهرو ډکهڅه مجبوري ده ستا د بل وژنهکه ته خوني یې ستا عمل وژنه؟دا تا ته ولې داسې برېښي چې دید هرې هرې ستونزې حل وژنهخدای مې دې ستا له حاله وساتي خوته هم زما غوندې انسان ښکارېږېنه دومره ډېر بدل په رنګ ښکارېږېنه دومره ډېر بدل په ځان ښکارېږېته خو زما په څېر هم نه یې چې ديزرو غمونو ستا اعصاب خوړلي
قرار: علي انسان و په انسان باندې یې زړه خوږېده
د خارجي ها خونړي خنجر چې کار وکړلو (۱)او د علي پرقرآني سینه یې وار وکړلواو د پوره انسانیت هستي یې ولوټلهعلي چې خونده د رضوان د مرګي وڅکلهله ډېره وجده له سروره په ځان نه پوهېدهاو بې طاقته یې له ستونې ناره ووتله"اې د کعبې په رب قسم دی چې ما وګټله" (۲)خو علي خپله خوشحالي هم مکمله نه کړهځکه چې غم د بل انسان یې زړه ته لار کړې وهعلي بې تابه د یو چا د حال تپوس کاوه د داسې چا چ
قرار: ویښه او خوب زموږ سرحد نه لري
ویښه او خوب زموږ سرحد نه لري هیڅ لېونتوب زموږ سرحد نه لري په ویښه ګورو رنګېنه خوبونه او په خوبونو کې د ویښو په څېر ساده پاده یو ځمکني ځمکني نه په بوراق باندې سفرې کوو نه د مارغه په څېر وزرې کوو نه د ښایست سره خبرې کوو نه ګلابونه تخنوو کله موږ نه کله وینو شبنمي خوبونه نه د پاچا د تاج غمي خوبونه نه په لمنه ګلمېخۍ د ستورو نه د سپوږمۍ پر ځنګانه ویدېږو نه د شفق په نارنجي لمنه ډانګ په اوږه خپلې رمې پیا
قرار : شېبه مخکې دلته بیا زلزله وشوه
شېبه مخکې دلته بیا زلزله وشوه شېبه مخکې دلته بیا وېره خوره شوه شېبه مخکې دا خبره بیا کره شوه چې په ژوند باندې شېبه اعتبار نشته ********************* شپه وه زلزله وه، ځمکه څنګه پرېشانه وه ځمکه تمبېده ځمکه بېړۍ غوندې روانه وه څوک په توبو سر و، تښتېدلي دچا غړي و
قرار : د لاهور او سیستان د ځانمرګو بریدونو په اړه، چې پرې خفه یو خو له خولې وتلي ښېراوي نه را ستنېږي
زما ښېرا ده در پسې، زما ازار درپسېاوس به وار راکړې چې صحنې دې کړمه شمار در پسې ستا د محل د آینو ځلا به پاتې نشيزما له ړنګې خونې درغی غبار درپسې چې دې زما د کور په لاره وه راسیخه پروندر درومي هغه بلا ډېره په تلېوار درپسې ستا د عمل لپاسه بله بلا نشته نورهدا ستا عمل دی، دا چې وینې دا کفار درپسې ښېرا د بورو، او آهونه د بې وسه ولسبم د ځانمرګو، او شعرونه د قرار در پسې
قرار: لویه خدایه څه به کېږي
ها چې تل وي انکار ورک دیموږ خو شته یو که یار ورک دیپه شیخۍ کې مو زور نشتهله دوعا مو دربار ورک دیقربانۍ مو نا قبولېد ريـا خریدار ورک دیپه ساړه نغري را ناست یوپه ایرو کې انګار ورک دینه یوسف دلته راغلینه په دغه بازار ورک دییار په نیمه نه پوهېږيله ما چل د اظهار ورک دیزه د عشق قاضي ته پړ یمستا مې خط د اقرار ورک دیسخاوت تر پخوا ډېر دیخو په خپله خمار ورک دیاو د څلیو په دې ښار کېد ګمنامو منار ورک دی
قرار : غزل
تور مار د هدیرې مو نه واژه د بل په لاس یو وخت و جوړول مو تقدیرونه خپل په لاس چې ده به ګوزار وکړ، ما به راوړه په خندا د ورور زړه به مې راوړلو په دغه چل په لاس اجل ته مو څار نه کاوه، چې ژوند به نه و ژوند خپل لور ته به مو خپله را باله اجل په لاس مرګي ته به مو داسې