07.07.2010
- مجیدالله قرار
څنګه دې لرې له زړه وشړم په "ځه" خو نه یېماشومانه خویونه مه کوه وړه خو نه یې
د زړه خبره ده، منو یې، کمزوري ده زموږکنه ریښتیا به سره وایو دومره ښه خو نه یې
نور به دې نوم په خوله وانخلم، نور دې نه یادومپه تا خو نه مسلمانېږم، کلیمه خو نه یې
ښایسته یې، ښایسته یې، ښایسته ښه ډېره یېخو چې دا زه وایمه دومره ښایسته خو نه یې
د خپلو غمه دلته دومره تکلف څه مانا؟زړه ته ډاډه راځه، خپل کور دې دی، مېلمه خو نه یې
زړګیه، نور دې تما...
03.08.2010
- مجیدالله قرار
موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو
موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو
زموږ په تېره کې څوک
په حساب درې مدحیې نشي موندای
زموږ په شعر کې څوک
د دربارو قصیدې نشي موندای
...