موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو زموږ په تېره کې څوک په حساب درې مدحیې نشي موندای زموږ په شعر کې څوک د دربارو قصیدې نشي موندای موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو ډېر ښایسته ته وایو، لږ بدرنګ ډېر دانسته ته وایو، لږ کم عقل موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو موږ چې په چا کې څه ښېګڼه ګورو نو د هغه پر ځای هم ځان ستایو او ورته وایو اشنا! بیا به مو نه منې ته ګوره چې موږ دې څومره قدر کوو! موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو او چې جانان و وینو وایو ورته زړګیه نن چې درته ګورمه زه دا زړه مې غواړي چې بس و دې خورمه او یوه ګوله دې کړمه موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو کله یو نېک انسان، آرامه انسان خو بیا همدغه سادګي کله بیا د کم عقلۍ په معنا هم کاروو موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو زموږ د کلي د ملا په اړه زموږ ناپوهه کلیوال وایي چې زموږ د کلي ملا د کاپر زوی بې خرته ډېر پوه دی خدای وراستي داسې آیتونه وایي که چا لیدلي وي په ټول قرآن کې! موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو چې غوړګه و ګورو د پېغلو ترمنځ د دې پر ځای چې په پلرونو یې رحمت ووایو چې داسې ښکلې یې راوړې، او پاللې یې ده نو ګوتې غوږ ته کړو، ټپه غږوو څنګه همزولو کې پټېږې هی هی د دله لورې زه دې پوندې پېژنمه! هی هی موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو زموږ په تېره کې څوک په حساب درې مدحیې نشي موندای زموږ په شعر کې څوک د دربارو قصیدې نشي موندای