زموږ بې روحه مجلسونه ربه ربه
لو جوسې خالي منځونه ربه ربه

څه پروا که د ژوندو پر ځای یې بولو
خوځېدونکي جسدونه ربه ربه


راته وبه نه رسېږي، قیمتي ده
اننګي لکه امونه ربه ربه

موږ د مینې عبادت هله را بس کړ
چې را وشول اذانونه ربه ربه

د پېغلوټیو وربلونه مو سپېره دي
پرې را شنه کړې ګلابونه ربه ربه

برناکي خوري قسمونه ربه ربه
پرې را ړنګه به شي خونه ربه ربه

رکعتونه دي، که تش وي، او که ډک وي
د پېغلوټیو اندامونه ربه ربه

دا زموږ د زړه داغونه ربه ربه
دا د مینې نښانونه ربه ربه

خدایزده کله به قرار د چا لیدو ته
سر را جګ کړي له ځنګونه ربه ربه