موږ پرېږده زموږ خولې خو د دوعا لپاره دي
نه دا چې د یو چا د ښکلېدا لپاره دي
سرې شونډې را نیږدې کړه، ګناه هم ده خو راځه
دا ځینې اندامونه د ګنا لپاره دي
یو وخت و سادګي وه، زما داسې و ګومان
چې ټول د جهان ښکلي نو زما لپاره دي
نه اوسي په دې زړونو کې د زړونو مالکان
دا ښکلي محلونه د کیرا لپاره دي
په سترګو کې خو زر رنګه کیسې دي تا خو وېل
چې سترګې بس د اوښکو او ژړا لپاره دي
زما سپېرو لبانو ته څه پاتې شوو چې ستا
دا سره او سپین غامبوري د حیا لپاره دي