زما ښېرا ده در پسې، زما ازار درپسې
اوس به وار راکړې چې صحنې دې کړمه شمار در پسې

ستا د محل د آینو ځلا به پاتې نشي
زما له ړنګې خونې درغی غبار درپسې

چې دې زما د کور په لاره وه راسیخه پرون
در درومي هغه بلا ډېره په تلېوار درپسې

ستا د عمل لپاسه بله بلا نشته نوره
دا ستا عمل دی، دا چې وینې دا کفار درپسې

ښېرا د بورو، او آهونه د بې وسه ولس
بم د ځانمرګو، او شعرونه د قرار در پسې