شېبه مخکې دلته بیا زلزله وشوه
شېبه مخکې دلته بیا وېره خوره شوه
شېبه مخکې دا خبره بیا کره شوه
چې په ژوند باندې شېبه اعتبار نشته
*********************
شپه وه زلزله وه، ځمکه څنګه پرېشانه وه
ځمکه تمبېده ځمکه بېړۍ غوندې روانه وه
څوک په توبو سر و، تښتېدلي دچا غړي و
میندو خوبولي ماشومان په اوږه کړي و
خلک له کورونو نه بهر ته خطاوتي وو
خلک وارخطاو لویو لارو ته را وتي وو
څوک چې پټ پنا څوک چې په زغرده ګناهګار و
ټول وو سا نیولي، هر سړی په استغفار و
اوس که لویه ربه تر کوم بام و دېوال لاندې شو
سم به د شیخانو ملایانو تر سوال لاندې شو
خامخا به وایي په دې خلکو عذاب راغی
دا پرې د ناپاکو عملونو عقاب راغی
کاشکې خو مو مړي له تهمته په امان وای
کاشکې افغانان هم لکه واړه انسانان وای
18.10.2009
- مجیدالله قرار
زما ښېرا ده در پسې، زما ازار درپسېاوس به وار راکړې چې صحنې دې کړمه شمار در پسې
ستا د محل د آینو ځلا به پاتې نشيزما له ړنګې خونې درغی غبار درپسې
چې دې زما د کور په لاره وه راسیخه پروندر درومي هغه بلا ډېره په تلېوار درپسې
ستا د عمل لپاسه بله بلا نشته نورهدا ستا عمل دی، دا چې وینې دا کفار درپسې
ښېرا د بورو، او آهونه د بې وسه ولسبم د ځانمرګو، او شعرونه د قرار در پسې
...
30.10.2009
- مجیدالله قرار
ویښه او خوب زموږ سرحد نه لري هیڅ لېونتوب زموږ سرحد نه لري په ویښه ګورو رنګېنه خوبونه او په خوبونو کې د ویښو په څېر ساده پاده یو ځمکني ځمکني نه په بوراق باندې سفرې کوو نه د مارغه په څېر وزرې کوو نه د ښایست سره خبرې کوو نه ګلابونه تخنوو کله موږ نه کله وینو شبنمي خوبونه نه د پاچا د تاج غمي خوبونه نه په لمنه ګلمېخۍ د ستورو نه د سپوږمۍ پر ځنګانه ویدېږو نه د شفق په نارنجي لمنه ډانګ په اوږه خپلې رمې پیا...