خوله هم له چا غواړو، حیا هم کوو
ګرانه ده دا هم کوو، دا هم کوو

غله ته لومه هم ږدو، خو له غله سره
وړاندې په دې هکله سلا هم کوو

ورک یې هم کړو، ژوند هم ور په زهرو کړو
وروسته ورته خپله دوعا هم کوو

څومره چې د ځینو غزلونه دي
هومره موږ په خوب کې خررا هم کوو

بس ده چې پرون مو نن په یاد نه وه
نن به ښکلیه غم د سبا هم کوو

موږ خو دې له سترګو ازار ډېر وړی
خیر که دې د شونډو هوا هم کوو

یو ځلې به وایو ورته مخامخ
یو ځلې به دغه غزا هم کوو

مونږه شاعران خو بس همداسې یو
سوځو، لمبه هم او رڼا هم کوو

ښکلیه، په دې سترګو چې سترګک وهو
موږ در پسې غرکه ژړا هم کوو

مینه ده، جګړه ده له تقدیر سره
نیمه نیمه منډه په شا هم کوو

خپل زړه به هم وپوښتو، خو نه یاره
څه خو به پوښتنه له تا هم کوو

بیا به راځو، بیا به سودا هم کوو
مات نه یو، بیا هم کوو بیا هم کوو

خړې سترګې شیخ اعتراف وکړ چې
مونږه خو قراره ګونا هم کوو