نوم: مجید قرار
هستوګنه: غزنی، افغانستان (اصلي)، کابل افغانستان (اوسنی)
شمېره: 0787473865
برېښنالیک پته: qararander@hotmail.com
09.04.2011
- مجیدالله قرار
څنګه راته ګورې لکه ښکار ته سړی ګوري ښې سترګې دې ځار شم خپلې لار ته سړی ګوري
ول د تورو زلفو دې زما غاړې ته پرېوځهدا لکه له لرې نه چې دار ته سړی ګوري
ځان چې له کوم ښکلي په بېګا شي خلاصولایډېره غلطي کړي چې سهار ته سړی ګوري
غمه په ما مه راځه غښتلی لکه یې چې ټیټي سترګې ونیسي چې پلار ته سړی ګوري
بېړه دې ده کړې وا قراره لېونیه کار خو هر سړی کوي، خو وار ته سړی ګوري...
23.04.2011
- مجیدالله قرار
وژني مو بې هیڅه، بې ازاره، دا به څنګه شيدا خو ډېره سخته ده باداره، دا به څنګه شي
دا خو یې لا پرېږده، چې ظالم را سره څه کوينه ځي مظلومان سره په لاره دا به څنګه شي
اوس چې خلک ښو ته رابلې نو درته وایي چې یاره، چې ډوډۍ نه ده تیاره، دا به څنګه شي
وژاړي مظلوم، او خلک مرستي ته ور ودانګي خلک چې اوس نه ژاړي له ډاره، دا به څنګه شي
زوی د خپل وطن مو چې په کار کې مشوره غواړيورشي تور غلیم...