وژني مو بې هیڅه، بې ازاره، دا به څنګه شي
دا خو ډېره سخته ده باداره، دا به څنګه شي

 دا خو یې لا پرېږده، چې ظالم را سره څه کوي
نه ځي مظلومان سره په لاره دا به څنګه شي

 اوس چې خلک ښو ته رابلې نو درته وایي چې
 یاره، چې ډوډۍ نه ده تیاره، دا به څنګه شي

 وژاړي مظلوم، او خلک مرستي ته ور ودانګي
 خلک چې اوس نه ژاړي له ډاره، دا به څنګه شي

 زوی د خپل وطن مو چې په کار کې مشوره غواړي
ورشي تور غلیم ته مو، چې پلاره دا به څنګه شي

 اوس خو زما نه منې، چې زر قسمه درکړمه
بیا به ما ته نه وایې، چې یاره دا به څنګه شي

 ځای چې د خوښۍ وي، موږ یې هېر یو، خو چې غم وي بیا

موږ ته لانجه راوي، چې قراره دا به څنګه شي