د لښکرګاه لخوا خپرې شوې لیکنې


د نوروز د ورځي تعظيم په اسلام کښې نارواه دی=دارالافتاء مدرسه عربيه اسلاميه رحماني جامع مسجد شهيد غلتان لښکرګاه

د نوروز د ورځي تعظيم  په  اسلام  کښې نارواه  دی  د احاديثو او فـقهي د معتمدو کتابونو څخه په  دلائلو مدلل سوي او په  حوالو مکمل  سوال:  نوى كال پر را رسېدو دى زموږ  د معاشرې ځيني كسان خاص بيا د ځوانانو طبقه  دغي ورځي  ته  خوشحالی كوي او ځيني كسان بيا د دغې ورځي د لمانځلو لپاره مزاري شريفي ته د سخي جان  زيارت  ته ځي،  او هلته  دغه &nbsp

11.03.2012 لښکرګاه

انسان اواخلاق --- زين الله مينه پال

مادډيروخلګوڅخه داخلاقوپيژندنه ياليدنه داسي کړې،چې ځيني خلګ اخلاقي هغه چاته وايې چـــــــــــــــې ډير خاندي ياپرهروخت اوهرځای په لوړ اوازســـــــره[قهقهه]خنداکوي اوياهم ډيري خبري اومسخرې کـــــــوي. ددغه  حلګوداغلط پوهاوی ياغلط پوهيدنه ددې لامل سوې ده چې ناخبره ځوانان اويا هغه ځوانان چـــې ددغـــه رقم

07.03.2012 لښکرګاه

ددلاورپردېس دوه شعرونه

مور   موري چي زړګى دي ازار نه كړمه خپل ژوندون به هيڅكله خوار نه كړمه ستا دُعا دي ما ته سي ډيوه د لاس بې له دې رڼا تلل په لار نه كړمه تا ته به په كومه ژبه مور وايم

06.03.2012 لښکرګاه

هلمنديوځل بياوځلېد----راپورليكونكى ځلاندكاكړ

هلمنديوځل بياوځلېد دروان كال ددلوي پر(۱۶)نېټه دايران اسلامي دولت د(قوم)په ښاركي دګڼ شمېرديني عالمانو،حافظانواوقاريانوترمنځ يوه سيالي جوړه سوه چي په پايله كي يې افغان قاري محمدعلي خسروي دوهم مقام خپل كړ يادي څرګندوني خسروي صفارمجلې ته په يوه ځانګړي مركه كي وكړې خسروي دامقام په داسي حال كي هلمندولايت ته راوړچي ګڼوهلمندي ځوانانودژوندپه نوروبرخوكي يادولايت ته لومړى اودوهم مقامونه راوړي دي دخسروي په ويناچي پدې سيالۍ كي دوه اويا(۷۲)اسلامي هيوادونوګډون د

06.03.2012 لښکرګاه

د ژوند د ملګري ټاکنه==حضرت شاه افغان نوی سرانان

د ژوند د ملګري ټاکنه په ټولنه کي ژوند قربانۍ او ګذشت ته اړتیا لري،په ټولنیز ژوند کي ځان غوښتنه او ځان پالنه ځای نه لري،هغه کسان چي ګذشت لري اړ دي چي له ټولني ووزي او په یوه ګوښه کي یوازيتوب غوره کړي،که یې په یوازیتوب ژوند نه سو کولای نو بیا دغه کسان اړ دي چي اروايي نا ارامیو او عصبي ستونزو ته ځانونه چمتو کړي ځکه په ټولنیز ژوند کي ماتي او ناکامۍ راتلونکي دي . د خاوند او مېرمني ژوند د ټولنیز ژوند یوه وړه بېلګه ده لکه څنګه چي وویل سو په دې وړه ټولنه کي باید

06.03.2012 لښکرګاه

خطرناکي غلطۍ!---راټولونكى :- عبدالمالک افغان

خطرناکي غلطۍ! ۱- په دغه نیت چي خراب کار درې څلور ځله وکړې او بیا یې پرېږدي. ۲- خپل راز چا ته ویل او د پټ ساتلو هیله کول. ۳- امتحان سوي امتحانول. ۴- خپل ځان تر ټولو لایق او عقلمند تصور کول. ۵- هر خوږ ژبي ته د دوست په سترګه کتل. ۶- چي کم کار په خپله نه سي کولای نورو ته هم ناممکن بلل.

06.03.2012 لښکرګاه

پښتون او شرم---لیکوال : عبدالله جان

پښتون او شرم هغه وخت موږپه باجوړ کي اوسېدو چي زه مي دپلار په دوکان کي ناست وم او یو مېلمه راغی مشرسړی ؤ پوښتنه يې رانه وکړه دادوکان دچادی؟ د خپل پلارنوم مي ورته یاد کړ چي دهغه دی مېلمه سمدستي لمبه غوندي سو رنګ یې بدل سو او دډېر قهر نه یې لاړي وتوکلې . بیا یې وویل :ته خو ما مخ کي نه وې لیدلی چېرته دي وخت تېرکړی چي دومره بې شرمه سوی یې؟ زه پوه سوم چي دهغه مطلب څه او غصه یې دڅه له پاره وه ما باید دخپل پلار نوم نه وای یاد کړی دیو پښتون ماشوم له پاره دخ

06.03.2012 لښکرګاه

لنډه کيسه--- ليکونکی: عبدالوهاب [توخی ]

لنډه کيسه دسپرلي تازه هواوه ښکلي ښکلي ګلان راټوکيدلي وه ميده ميده باران اوريده وخت مازديګرؤاوديوښکلي وني لاندي ناست وم اودبلبلانواوازونه مي اورېدل چي ناڅاپه مي تليفون ته زنګ راغی کله چي مي تليفون دجېبه راوه يستی اود اوکې تکمه مي کښېکاږله نوزما ديوخوږملګري اجمل جان ږغ مي واورېدی نو سلام مي ورواچوه اوله سلام وروسته مي ترې وپوښتل چي اجمل جانه چيري ېی چي  نه معلومېږي اجمل جان په جواب کي راته وويل چي هم دلته په کلي کي يم نو ما ورته کورته دراتلو بلنه ورکړه اجمل جان وويل

06.03.2012 لښکرګاه

د خوښ اوسېدلو اصول--ژباړن : محمد رسول- زابل

  د خوښ اوسېدلو اصول ژباړن : محمد رسول- زابل په ايمان غم ، تکلیف او فکرونه ختميږي ، هغه د مومنانو د سترګو يخني او د عبادت کوونکو تسلي دئ . کوم وخت چي تېر شو هغه بيا لاس ته نه راځي ، ځکه نو د تېر شوي وخت په فکر کي مه اوسه . پر قضاء راضي کيږه ، کومه روزي چي په تقدیر کي وي پر هغې شکر وباسه ، هر څه د تقدیر په مټ کيږي ځکه نو د خپګان مجال نه شته .

06.03.2012 لښکرګاه

غزل == ارزو زيارتواله- سوړ زيارت

غزل  == ارزو زيارتواله- سوړ زيارت  د چنار رنګه مي سر تر كلا تر(1) واىيا سپوږمۍ واى چي پر هر ښار مي نظر واى د سهار ماښام په حال به خبرېدلاىد كوترې په شان كاش زما هم وزر واى په غم سرۀ سه دا جوړ كړي رواجونهدېوال مه واى را ښكاره به سم و غر واى څو مخونه پر زړګي د ارزو اوريبې لېمو واى په

06.03.2012 لښکرګاه

داختر شپه//ادبي ټوټه--رالېږونکی:حماد

  داختر شپه//ادبي ټوټه رالېږونکی:حماد دانن هم ویري اویخنۍ په ګډه لړزوله،ولي چي تېره شپه مي لاهم دپخواپه شان له پالنګه رټلې وه،خوبیایې هم له دروازې نه ګام راواړوه ،دخوني په انګړکي هک حیرانه ودرېده اوپه ځیر- ځیریې زماعکسل العمل څاره،زه چي داخترشپې مي ټول عواطف هیجاني کړي وه نن په دې قانع وم ،چي دهغې هرخوائش ورپوره کړم،نوبې له دې چي هغې ته څه ووایم،دبسترې یوڅنډي ته سوم اوله ځان سره مي ځای ورته پرېښود،داهم په ځای

06.03.2012 لښکرګاه

دزنداورلرغونې جغرافيه لومړۍ برخه لیکوال: شریف الله دوست( سرواني)

     دزنداورلرغونې جغرافيه لومړۍ برخه   لیکوال: شریف الله دوست( سرواني) زنداور (= زمينداور) دهلمند ولايت ،چي اوس کجکي ولسوالۍ اړوند ده  ډېره لرغونې سيمه ده چي تراسلام وړاندي حتى دغارمېشتو انسانانو دژوند نښي پک

06.03.2012 لښکرګاه

د دلاورپردېس لنډه پيزندنه

  د دلاورپردېس لنډه پيزندنه  دلاورپردېس د مرحوم عبدارحمن زوى په ١٣٦٦ ليږديز لمريز کال په خپل پلرني ټاټوبي فراه ولايت کي دنيا ته سترګي غړولي دي پردېس تر ١٢ ټولګي پوري زده کړي او په ١٣٨٤ لمريز کال يي شاعرۍ ته مخه کړه چي لمړى شعر يي مور ته و ليکلى دلاورپردېس چي په هلمند کي د بُست راډيو د ( هيڅ مه ورته خاندئ ) او نورو خپرونو وړاند کوونکى دى تر دا مهاله يي په سلګونو شعرونه ليکلي دي او په هيواد کي د ننه او بهر يي په بيلا بيلو غونډو او مشاعرو کي برخه

06.03.2012 لښکرګاه

دهلمندادبي بهيرديوې ناڅاپي غونډي راپور==ليكونكى : زمرى بستي

دهلمندادبي بهيرديوې ناڅاپي غونډي راپور==ليكونكى : زمرى بستي دهلمندادبي بهيرپه تالاركې په ناڅاپي  ډول يوه ادبي غونډه جوړه سوه .چې دكابل كندهارڅخه پكښې ځانګړوميلمنو ګډون درلود.  تېره سه شنبه چې د۱۳۹۰دحوت دمياشتي (۹)نېټه وه . دهلمندادبي بهيرپه  مركزكې دګڼ شمېرليكوالانو،شاعرانو،ژورناليستانواودكابل څخه دراغلوميلمنوترمينځ يوه درنه ادبي غونډه وسوه.دراغلوميلمنوڅخه دهيوادتكړه ليك

05.03.2012 لښکرګاه

ټمبلي ليك جمال الدين افغان

ټمبلي   ليك جمال الدين افغان ټمبلي دانسان دپرمختګونويوپټ قاتل دى.هغه كسان چې،دنن كارسـباته پريږدي،خپلي ماتې طرحه كوي. بريالي انسان هغه دي چې،هركاردټمبلۍ پرته په خپل وخت ســــره تر سره كړي اوخوندترې واخلي.كله چې تاســـــوديوه كاردكړوهوډكوي ترهغوپورې چې هغه كارموسرته نه وي رســـولى،هرځل درياديږي او ځوروي مواوستاسوپرشعور،ضميراوسـتاسودباورونواوپرنفس دباور پربنسټ را

05.03.2012 لښکرګاه

نعت ----عبدالهادي عمري هلمند

نعت   ----عبدالهادي عمري هلمند دحرم سپين سپين منارونه      دمدينې کلي کورونه څومره ښايسته ښکاريږي                کوردجانان دی دادهجرتونوکوردی          څه لوړيي شان دی داپه انواروچي زيبا

04.03.2012 لښکرګاه

زړه دي مه صبروه---معروفي هلمند بست راډیو

زړه دي مه صبروه جانانه راسه یادتازه کـــــــــــــړه زړه دي مه صبروه مادخپل ځان په تماشه کــــــــــړه زړه دي مه صبروه  په پخوانوسترګـــــــــــــــــــــو به یو نظر دروګورمه ځان دي له دې نه لا ښایسته کړه زړه دي مه صبروه  په انتظاربه دي ترکـــــــــــــــومه ورځي شپې تیروم  یوځل می بیا دځان میلمه کــــړه زړه دي مه صبروه ستادلیدوپه تمه تمه دي ترکلــــــــــــــــــــــــي راغلم راسره تیره یوه شپه کــــــــــړه زړه د

03.03.2012 لښکرګاه

مناجات == شاعرادم صفت الله

منا جات  سر لو ړى دې مجلس دپښتنو وي هر ګړى تل پاته عنعنه دې دجرګو وي هر ګړى   تور زن زلمي دې ډير وي غيرتمن دپښتنو شمله دي تل په جګه دپلرو وي هر ګړى   حجري زموږ دقام دې هميشه  لري خداي ډكي پكښي كي دې يوالۍ دزلمو وي هر ګړى   وخدا

03.03.2012 لښکرګاه

دهلمنددادبي بهيرداونيزي غونډي راپور---ليكونكى: نذيراحمدورور

 السلام علیکم ورحمت الله برکاته! ګرانو او قدرمنو!دا چې هر اوونی په هلمند ادبی بهیر  کې  یوه اوونیزه غونډه د هلمندی  شاعرانو،‍لیکوالانو،ژورنالیستانواوګڼ شمیر نورو وګړو په ګډون تر سره کیږی.

02.03.2012 لښکرګاه

موږدخزان--- عبدالهادي عمري

    موږدخزان مــــــوږدخـــــــزان بادو وهـــــلي پسرلي لـــــــــټــوو چې يې دبخت ســـــــــــتوري ځليږي سپين تندي لټوو   په ګنهکاروســــــترګـــــوښکلوتــــه نـــظر نـه کــــوو م

29.02.2012 لښکرګاه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more