دزنداورلرغونې جغرافيه
لومړۍ برخه
لیکوال: شریف الله دوست( سرواني)
زنداور (= زمينداور) دهلمند ولايت ،چي اوس کجکي ولسوالۍ اړوند ده ډېره لرغونې سيمه ده چي تراسلام وړاندي حتى دغارمېشتو انسانانو دژوند نښي پکښي ترسترگو کيږي. داسيمه دنن په پرتله پخواډېره ويړه اوپراخه وه حتى تر واشېر(=وحش هېر؟) اونوزاد(نوزات،زوزاد،بوزاد)پوري يې سيمه په بر کي نيولې وه .
دزنداورڅلورخواوي : ختيځ ته کجکى ،لوېديځ ته موسى کلا،سويل ته هلمند سيند اوسروان(=سروان کلا)،شمال ته يې د بغني(=بغنين) اوباغران(=باغ حرم) سيمي شتون لري .
دزنداورمشهورکلي : داحمدشاه بابا په وخت کي چي کله نورمحمدخان مېرافغان ورته راولېږه ، د زنداور درې سوه شپېته کارېزونه ثبت سوي دي ، مشهور کلي يې دا مهال دادي : ١ ده بابا ٢ آزان دره ٣ کاېزدوران ٤ لويه نېچه ٥ کوچنۍ نېچه ٦ الي اباد ٧ چهار باغ ٨ زوړښار (داميرکروړجهان پهلوان
ارگ) ٩ شاه کارېز اوداسي نور..
دزنداورنوم دتاريخ په حافظه کي:
زينداور،زنداور،زمينداور،له اره او اصله دلمرپرستني دمعبد نوم دى چي کرارکرا داټوله سيمه په دې نامه نومول سوې ده زنداور نوم له دوو برخوڅخه جوړ دى چي هرويي(لغات) يې بېله مانا لري .
١ – د زون جز يې : داور=زنداور چي دزمينداوراصلي بڼه ده په تاريخ کي په نورونومونو هم ياد سوى چي وروسته به يې په تفصيل سره يادونه وسي،داځاى زموږ دهيواد په لرغونې اوتاريخي جغرافيه، په ځانگړې توگه دهيتومنت(هلمند)په برخه کي ځانگړى سياسي اوادبي،کرهڼيز اوسترتيژيک ارزښت درلود چي دتاريخ په اوږدو کي د داوران شاهانوپه نوم واکمنۍ پکښي تيري سوي دي چي په راتلونکو کرښو کي به يې پر هر اړخ څه ناڅه رڼا ولوېږي.
دزنداور نوم يوازي داسلامي دورې راوروسته مؤريخانو په اثارو کي تر سترگو کيږي ،په هغو اثارو کي چي تر اسلام مخکي زموږ په هېواد کي ليکل سوي لکه اويستا اونورو کي ددې نامه څرک نه سته،په اسلامي تاريخ ليکواوجغرافيه ليکونکو کي په لومړي وار (احمدبن يحيى بلاذري په ٢٨٩هجري کي مړ ) دعربي لښکرکښيو په برخه کي وايي :((...وى برنواحي رخج وبلاد داور نېز چيره آمدومردم داور را درجبل الزور =زون حصار داد وبه انها صلح نمود...)) ١
چينايي زيارت کوونکى (هيوان تسانگ ٦٣٠م) چي داوخت لا دعربو لښکري تر زنداور پوري نه وې رارسېدلي دا ځاى د ((سوناگير)) په نامه ياد کړى دى،خوپخپله په چينايي ژبه کي ددې نامه څرک نه ښکاري، په چينايي ژبه کي لمر ته (Tai yang= 太阳 تى يانگ) وايي اولمرته عقيده (xin tay yang= ( 信太阳 ) شين تى يانگ) بولي چينايان په نورو نومونوکي ډېر تغيرات راولي يوخودوى په خپله ژبه کي د(ر) ږغ نه لري ښايي پورته نوم (سوناگي ياسوناگيل ) ياد سوى وي اوورسته ژباړن په (ر) اړولى وي ځکه چينا يان عادتا (ر) په (ل،ى) اړوي.٢ددريمي مېلادي پېړۍ په نيمايي کي دهيواد په لوېديزه برخه کي دساسانيانود نفوذ سره چي دکوشانيانودسقوط لپاره يوه پيلامه وه دلمرعبادت په خلکوکي رواج او رونق پيدا کړ.(سيستان قبل ازاسلام ٢٠٤مخ).
سيستان اوهلمند هم دزردښتي دين مهم مرکزبلل کېدى،چي دزردښتي دين تر څنگ د لمرلمانځنه هم کېده او له دې ځايه څخه کرارکراريعني دهلمند ،زنداور(زمينداور)اوزابلستان څخه دکابل تردرې پوري اوهمداسي يې ترهند پوري ځان ورساوه(سيتان،همدا اثر٢٠٥مخ).
ميتهرا(مهر=لمر)دطبعي عناصرو په جمله کي چي په اويستايي زمانه اوديانت کي يې لوى مقام درلود همدا ميتهرا يا مهراولمرؤ. ميتهرااومهر چي دلمرپه مانادى يوناڅاپه داريانا په اويستايي دروکي نه دى مشهورسوي بلکه مخکي له دې زموږ دتاريخ په وېدي زمانه کي په همدې نوم (ميترا) يوسرود لري اوله هغوارباب انواعو څخه يوه رب النوعه ده چي د (اناهيتا) په څېر دکلکوليتيک له زمانې څخه په اريانا او غربي اسيا کي مشهوره وه .دا نوم زموږ دهيواد دتاريخ په دوروکي يوازي د(ت) او(ته) دلهجې په اختلاف يادسوى دى(دافغانستان پخوانى تاريخ ٣٧٥مخ)
دزنداور(زمينداور)دنامه وجه:
بياهم د(زن=زون)جز: دزنداور (زمينداور)نوم په زړو تاريخي اوجغرافيايي کتابوکي په سمه او غلطه توگه په دې بڼه او نومونو راغلى دى :داور، زمينداور،زنداور،ارض داور،زينداور،رنداور،بلادداور،جبل الزور،بلدالداون ،بلدي داور،جبلالزود،الزور،الرود،الزور ،سوناگير او... اول به ددې نامه پر لومړۍ برخه رڼا واچوو، زنداور له دوو کلمو څخه جوړ دى چي اول جزيي لکه (زن=زون=سون=سونا) او لکه څنگه چي داريانا هيواد دلمرپرستني ځاى بلل سوى دى اووگړو به يې هم دلمر لمانځنه او مهرلمانځنه کول . مهر په اويستا کي(ميثره) په پهلوي کي (ميثر) د (مهر) څخه سرچينه اخيستې ده او دهغه مترادف(هممانيز) لغات(ويي) په دري پاړسي کي خور + شيد ،هور، په زند او اوستا کې، او سور په سانسگريټ کي يوه ريښه لري چي د همدې لمرپه مانا دى. دا نوم په ترکي= ويغوري ژبه کي هم دود دى لکه (مهرگول=مهرگله) چي ښځينه نوم دى چي دگل روزگردان اوافتاب پرست په مانا دى.٣ دسور کلمه دلمرپه مانا تراسلام مخکي پنځمو اوشپږمو مېلادي پېړيو کي د اريانا(افغانستان) په مختلفو برخوکي په ځانگړې توگه سهېل لوېديزه خوا کي رواج درلود ځکه دې سيمي ته لا هم بودايي دين لاره نه ده پيداکړې. دانوم دلمرلمانځني لپاره په مختلفو بڼو سره راغلى دى لکه: سون،زون،ژون چي دزمينداور نوم هم ددې ډول نومؤنو څخه گڼل کېداىسي.٤ نوداسي فکرکېږي چي دانوم به له اره (اصله) څخه (زون داور) وي او زون دلمر د الهې نوم ؤ ، په فرنگي او انگرېزي ژبه کي اوس هم لمر ته (sun=سون) وايي دانوم په يوناني ژبه کي هم په همدې مانا (sun=سن) دى.٥ دتاريخپوهانو په اند چي په زنداور کي د(ازان) دره ،دموسى کلا او زنداور تر منځ (ده زور=ده زو) نوم هم دهمدې زنداور يا زمينداور له نامه سره ورته بلل کيږي همداسي سروان(=سروان کلا) چي په اصل کي به( زوروان=سوران=سروان) سوى وي . نو د (زون) د املآ په باره کي دا څرگنده ده چي دا دکاتبانو تېروتنه نه ده ځکه ددې نامه څرک دچينايي گرځندوى (هيون تسنگ) په (سوناگير) کي هم تر سترگو کېږي چي نوموړي زنداور په خپلو ياداښتونو په (سونا گير) ليکلى .٦ لکه مخکي چي يادونه وسوه سون=زون د انگلېسي دsun د مادې سره نژدېوالى لري او دلمر مانا ور څخه اخيستل کېږي،په انگلوساکسن کي دانوم (sunne) دى چي دجرمني دلمر سره نيژدېوالى لري ٧ ، په هندي ژبه کي لمر ته (سورج) ، په اوستا کي (هور) په چينائي کي (تى يانگ) په ويغوري=ترکي کي (قوياش) په فرانسوي کي (سولاى) په الماني کي (سوني) په روسي کي (سون تسه) په دري پاړسي کي (خور+شيد)او په پشه ئي ژبه کي ورته (سور) وايي .٨ چي په زاړه هند اوروپايي کي يي ريښه su-en-sau-eu په نظر راځي چي په سانسکريټ کي هم (surya=سوريا) دلمر په مانا دى چي هو ښيار او پوه سړي ته به يې (سوري) ويل چي دغوري سوريانو په نامه کي يې هم څرک لگېږي، او (surya سوريا) دلمر الهې ډول ؤ چي رب النوع شمس به يې باله دانوم په ريگويدا او اوستا کي هم زړه ريښه لري او سور دلمر مجسمه دهغه وخت، بت او خداى ؤ.٩ بل ځاى بيا ويل سوي چي په زنداور يعني دزون په ښار کي يو مقدس معبد ؤ او يوه دلمر الهه وه چي چي دې ورته معبد په ملتان کي هم سته او ددې نامه په وياړ کابل شاهانو خپل ځانونه زابل ،زنبېل او رتبېل بلل .
.١٠ چينائي زيارت کوونکي د سونا گير(زنداور) يادونه دوه واره کړې ده چي يو وار د(٦٣٠م) کال دمى په مياشت کي ،په دا سي حال کي چي دکاپيسا څخه دهند خوا ته تلى وايي: (( د٧٠ لي =شاوخوا ٢٣ميله دکاپيسا په سهېل کي دالو نو o-Lo-no ارونا=ARUNA غر د بېرونکو سمڅو اولوړو ځايو درلودونکى سته چي په لومړي ځل اسماني روح ((سوناگير)) دليري واټن څخه دلته راغى او وروسته دسونا گير =SUNAGIR (سو-نا-هيلو) يا او سني زنداور(زمينداور) دلوړ غره څخه د(تسو- کو- چا) مځکي يعني اوسني زابلستان ته ولاړ . ١١ دوهم وار دچينايي زيارت کونکي لخوا د زنداور يادول د( ٦٤٤م – په جون= ٢٤ هجري) کي له هند څخه په بيرته را گرځېدو کي داسي کاږي : (( د ديوا، روح کاپيسا ته نژدې د ارونا له غره څخه و تسو – کو- چا TSU – KU- CHA= يعني زابل ته راغى ، دسهېل خوا ته دسوناگير=زنداور په غره کي مېشت سو.ا وټول خلک دهغه لما نځنه کوي او هر کال شهزاده گان ، مخور شخصيتونه او عام وگړي پر راټوليږي سره او سپين زر د نورو قېمتي شيانو ، اسونو ، پسونو او نورو کورنيو څارويو سره راوړي او وړاندي کوي چي هيڅوک بيا دا شيان پخپله ښه نه سي کولاى. ١٣)) همداسي په تاريخ سيستان کي د ((رون او جول )) دنومونو يادونه هم څو واره سوې ده او ابو خزيمه حمزه بن عبدالله يا بن آزرک يو هلمندى بزگر د(( زاوطهماسب)) له نسله څخه ددې ځاى بولي وايي چي نوموړى يو پياوړى او زړه ور سړى ؤ.(( تاريخ سيستان از آمدن تازيان تا برآمدن دولت صفاريان ١٩٣ مخ)) ملک شعرابهار دسيستان دتاريخ په لمنليک کي په ناخبرۍ سره ويلي چي ((رون اوجول)) ښه نه دى څرگند چي دسيستان په کومه برخه کي وه دده په وينا چي د (( چول)) لفظ اوس هم دسيستا ن او خرسان په لهجه پښتو،دري کي ددښت اوبيابان په مانا کاريږي نو داټکل له مخي سړى ويلاى سي چي (( رون او جول )) دي د هغه دښت او بيابان له ښوره زارو غاړو او څنډو څخه وي چي دهلمند (=سيستا ن ، کرمان او بلوچستان) سره مښتي دي . (( دسيستان تاريخ دملک شعرابهار په سمون ١٥٦ مخ)) نو د حمزه د زېږېدني ځاى همدا (( رون او جول )) ښايي د بست په ختيځ کي د الرخج ( کندهار) ترمنځ وي ، (اسکار چيا) ددې ځاى دنامه دڅرگندولو لپاره ډيري څېړني او پلټني کړي دي دا ځاى د سيستان په تاريخ کي پنځه واره ياد سوى دى ، خو اسلامي جغرافيه ليکونکو په هغه وخت کي يوه هم ددې ځاى يادونه نه ده کړې د (اسکارچيا)هم په دې اند دى چي ددې کلمې لومړى جز ( ايزد ، زون يا دلمر دالهې ) نوم دى او له بل نامه سره عطف سوى دى او ددې رون او جول څخه يې کېداى سي د زنداورغر ه ته ايشاره وي ، نو ليري نه ده چي دا غر دي همدا دلمر لما نځني ( زنداور) غر وي چي په چينايي منا بعو کي د( سونا هيلو او سوناگير) په نامه او په اسلامي منابعو کي د ( جبل الزون) يا اوسني زمينداور په نامه راغلى دى .
( تاريخ سيستان، ليکوال - باسورث ١٩٤ مخ ) دلته ديادوني وړ ده چي (( طبري)) او (( ابن اثير)) په خپلو يادونو کي دحمزه دپلار نوم (( اتزک)) ياد کړى دى مگر (( ابن فندق)) آذرک بللى دى ددې دوهم نظر په تا ئيد سره چي د (( آذرک)) کلمه ده د دري ويي (( لغات)) له ((آذر)) څخه اخيستل سوى دى چي د (( آتش يا اور )) مانا ښندي نو ددې ليکني سره په تړاو گمان کېږي چي د حمزه پلار په لومړيو وختو کي مسلمان نه ؤ بلکه د زردښتي دين پيرو ؤ او دهمدې (( زون او لمر )) لمانځنه يې کول .(( دباثورت ،ل، دسيستان تاريخ همدا مخ )) زما په اند دا به د کاتب تېروتنه وي چي ((زون )) يې په ((رون)) ليکلى دى ځکه په همدې تاريخ سيستان کي ددا ډول تېروتنو بيلگي نوري هم سته لکه په دې عربي بيت کي (( بين يدي حمزه في قله = نصرت في الجبن الدينا مثلا ))، (تاريخ سيستان ١٥٧مخ) په لومړي نيم بيتي کي د (( قله )) کلمه په اصل کي (( في قبيله يا قبيله ))ده دځاى او مو قعيت له مخي سړى ويلاى سي چي (( رون اوجول )) به په اصل کي ((جبل الزون )) وي .چي ددې نامه نوري بيلگي به په راتلونکو کرښو کي درته وړاندي سي .
نو راځو خپل مخکني بحث ته چي د زنداور څخه دلمر لمانځني اوهغه ځاى مفهوم اخيستل کيږي دا چي دزور او زون (لمر) پرستني سوژه (موضوع) په منځ کي ده نو همدا انگېزه ده چي عربي جغرافيه ليکونکو زور او زون کلمې په صنم (بت) سره مانا کړي دي .
٢ - د ((داور)) جز يې :
پوهاند محمد حسين (( يمين )) په خپل يو ارزښتناک اثر (( افغا نستان تاريخي )) کي ليکي :
د زنداور دکلمې دوهم جز (( داور)) بايد ووايو چي په لومړي او دوهم زور د ايزد (( الهې )) ، عادل باچا او حکم په مانا دى کيداى سي د د ايزد او مهر (لمر) لپاره ستاينوم وي او همدا ډول ويل کيږي چي د داور اصل ( دادگر) وي او په لنډيز سره داور سوى دى نو دا گڼل کيداى سي چي د داور ويي (لغات ) د ( داد ور ) لنډيز دى چي (داد) يې يعني (عدل + ور يې د څښتن ورستاړى دى چي په ټوليزه توگه ( عدل اوداد ) يا د (عدل څښتن) مانا ورکوي دبيلگي په توگه ( دانش+ور = بادانش) يا د پوهي د څښتن مانا لري ، نو ويلاى سو چي زمينداور ، زنداور يعني زون يا زور چي دعدل او داد يا د انصاف څښتن وي .
١٤علامه رشاد بابا درې ځايه ( دسيمو تاريخي جغرافيه او کندهار ياداښتونواوجغرافيايي ياداښتونه) کتابونو کي ليکي : چي زنداور به په اصل کي زون داور وي چي دا په اصل کي د لمر د الهې نوم ؤ چي په انگلېسي کي هم لمر ته (sun) وايي چي دا به په اغلب گمان اماله پېښه وي ، اماله په گرامر(پښويه )کي دې ته وايي چي (ا) په (ت) باندي واړي او (ت) په (ا) باندي او يا (ا) په (ې) او زور په زير سره ويل هغه کلمه چي په هغه صورت کي (آ) په (اى) واوړي لکه : حجيب ،کتيب ، او رکيب چي د حجاب ،کتاب او رکاب ممال دي.
١٥ نوددې نامه څخه به هم زنداور جوړ سوى وي چي ددې نظر تا ئيد د بلاذري فتوح البلدان کتاب هم کوي . سميز خلک دا ځاى زينداور (ZIN DAWAR) بولي او ددې ځاى اوسېدونکي زينداوري بولي چي دلته (ZIN) د(ZON) مماله بڼه ده . دا نوم د دوو جزؤ څخه جوړ سوى دى چي SON>ZON>ZAMIN زون، (son= سون) اوس هم لکه مخکي چي يې يادونه وسوه په انگرېزي کي ( ١٦) لمر ته وايي او دوهم جز يې داور د (ځاى) مانا لري .
علامه حبيبي وايي : سربېره پر زون= سون چي دلمر مانا لري ځيني ځايو نه د پهلوان ،غښتلي اوکروړ په مانا هم راغلى چي په اوستا کي هم (سوره ) د توانا ، غښتلي اوکروړ مانا لري
.١٧ چي په چينايي ژبه کي ورته ( qiang zon )强 壮 ) چيانگ زون ) وايي.
په ترکي ژبه پهلوان ته ( تگين) وايي چي د مريي په مانا هم راغلى دى د پورتنيو اندونو په څرگندونو کي چي زموږ دهېواد او بهرنيو پياوړو پوهانو کړي د زنداور=زون داور او زمينداور پر لومړي جز يې تقريبا دټولو نظر يو دى د( زون=سون=ژون=سن او سونا -گير) ديوناني او انگلېسي د( sun =لمر ) په مانا دى ١٨ چي دلمر دالهې مطلب ځيني اخيستل کيږي ،او دوهم جز يې دغره اوځاى په مانادى.
اروښاد علا مه حبيبي په خپلو ياداښتونو کي تر ډېره د زنداور پر لومړي جز رڼا اچولې ده او دومره وايي چي په تاريخي جغرافيو کي ددې نامه غلطه بڼه چي دکاتبانو تېروتنه بلل کيږي د ( الکامل په ١٨٦٩م دبريل چاپ ) کي د داور او زور دنامه پر ځاى په غلطۍ سره ( بلدالداون) ليکلى دى ، او بل داون او زوز هم ددې نامه غلط شکلونه دي. ددې نوم دوهم جز د ( هيون تسانگ ) دسوناگير د نامه نوموني دوهم جز ( گير) دپښتو ژبي د غره په مانا دى چي ددې سيمي په نورو نومونو کښي هم ددې نامه څرک لگيږي لکه غور ، غرستاني ،غلجى=ګرجى=کهزادـ چي دغرني ماناښندي .
يوه بله ( رب النوع افتاب = دلمرپرښته ) دخيرخانې په کوتل کي دکابل شمال لوېديز په دوولس کيلومترۍ کي کشف سوې چي د لرغون پېژندونکو لخوا د ( د سوريامعبد) په نامه چي دلمر الهه نومولى چي ددې نامه بيلګه په نورو تاريخي نومونو کي هم ليدل کيږي لکه دغور سوريان ،سورياخېل ، زوراباد چي د تاريخپوهانو په وينا همدا سور اباد دى، اوبل د زور معبد ته ورته بل معبد په ملتان کي هم سته .
.١٩لنډه دا چي د څو پوهانو نظرونه دلته نژدې ټول يو ډول دي لومړى يې د ( داور ) اره بڼه داد ګر او داد وربللى دى چي د عدل او انصاف د څښتن په مانا دى که سړى لږ څه متوجه سي د داور ، دادګر ، داد ور ، ګير ټول د ځاى مانا ورکوي او د داور د کليمې د مانا سره سر خوري ياني ( زون = سون =سونا = او يا سوريا = سور = زور =چي مراد ځني د لمر الهه وه هغه په همدې داور،غره يا ځاى کي وه چي څو پېړۍ وروسته دپښتو ژبي لومړنى غزل بول شاعر ( اکبر) په همدې سيمه کي وزېږېدى ..