د دلاورپردېس لنډه پيزندنه

 دلاورپردېس د مرحوم عبدارحمن زوى په ١٣٦٦ ليږديز لمريز کال په خپل پلرني ټاټوبي فراه ولايت کي دنيا ته سترګي غړولي دي پردېس تر ١٢ ټولګي پوري زده کړي او په ١٣٨٤ لمريز کال يي شاعرۍ ته مخه کړه چي لمړى شعر يي مور ته و ليکلى دلاورپردېس چي په هلمند کي د بُست راډيو د ( هيڅ مه ورته خاندئ ) او نورو خپرونو وړاند کوونکى دى تر دا مهاله يي په سلګونو شعرونه ليکلي دي او په هيواد کي د ننه او بهر يي په بيلا بيلو غونډو او مشاعرو کي برخه اخيستې ده د پردېس يوه شعري ټولګه ( ګيله مني سترګي  ) په ١٣٨٨ لمريز کال کي چاپه راووته او دوه کتابونه يي اوس تر لاس لاندي دي چي يو يي ( د بيلابيلو شاعرانو بيتونه )  راټولونه ده

او بل ( خالي جيب )طنزيه شعري ټولګه ده چي انشا‌‌ء الله ډير ژر به د لوستونکو لاسونو ته ورسيږي