دهلمندادبي بهيرديوې ناڅاپي غونډي راپور==ليكونكى : زمرى بستي

دهلمندادبي بهيرپه تالاركې په ناڅاپي  ډول يوه ادبي غونډه جوړه سوه .چې دكابل كندهارڅخه پكښې ځانګړوميلمنو ګډون درلود.

 تېره سه شنبه چې د۱۳۹۰دحوت دمياشتي (۹)نېټه وه .

دهلمندادبي بهيرپه  مركزكې دګڼ شمېرليكوالانو،شاعرانو،ژورناليستانواودكابل څخه دراغلوميلمنوترمينځ يوه درنه ادبي غونډه وسوه.دراغلوميلمنوڅخه دهيوادتكړه ليكوال،شاعر،ژورناليست اوڅېړونكى عبدالغفورلېوال ،دكندهاره پياوړى شاعر،ليكوال محمدياريار،دبي بي سي راډيومخكنى خبريال هميم جلالزى،په كابل كې دګوربت ټلويزون مشرمحمدنبي ساحل اوتوريالى واحدي چې دنوي كورنوي ژوند په ډرامه كې دجانداد رول لوبوي ددې محفل ځانګړې مېلمانه وه.څه كم دماپښين څلوربجې وې چې پروګرام پيل سو. دكوربه توب چاري دزړه راښكونكي شاعرعطامحمدسېلاب په غاړه وې،په لومړي سركې دمولوي عبدالهادي عمري لخوادقرآن شريف په مباركواوسپېڅلواياتونودا ادبي ناسته لا ښكلې سوه.ورسره سم دهلمند ادبي بهيرمشرسيدمحمدحيرت وميلمنوته ښه راغلاست ووايه ،اودلېوال صاحب اومحمديارصاحب پرادبي هڅواوخدمتونويې دارزښته ډكې خبرې وكړې،هغوى ته ئې دلابرياغوښتنه وكړه اوترڅنګ ئې ددوى دراتګ څخه خاصه مننه  وكړه.انجينرمحمدداودفرهنګ چې دهلمندادبي بهيرغړى دى ده هم دميلمنودراتګ څخه مننه وكړه اوداهيله ئې ځني وكړه چې وهلمندي فرهنګپالوته په هلمندكې چې كومه ادبي خلاده هغه په ګوته كړي ترڅوهغه خلاته ددې ادب پالوته فكرسي اوهغه خالي ګاه ډكه كړي.دبُست فرهنګي ټولنې رئس ماسټربريالي هلمندوويل په افغانستان كې دليكوالانوكمى دى نوهلمندي اديبانوته پكارده،چې دادب په برخه كې لازياته مطالعه وكړي ترڅو وكولاى سي په اينده كې ښه ليكني وكړاى سي. ورپسې دبُست دعالي لېسې مسؤل استادغلام سرورغفاري داياده كړه چې هلمندادبي بهيريوكلك ادبي بهيردى اوځوانان ئې كولاى سي په خپل مټ سره دخلګوپه منځ كې مينه ايجادكړي .دهلمندادبي بهيرغښتلي ليكوال شامحمودحسرت دمېلمنوڅخه غوښتنه وكړه چې دوى هم دنورومېلمنوپه څېرچې دې بهيرته راغلي دي ښه پيغامونه پرېږدي اودهلمندخلګ په خپلوپيغاموسره مينې اواتفاق ته راوبلي.دهاشم سرواني ادبي ټولنې سرپرست سردارمحمدهمدردوويل استاد لېوال صاحب هغه څوك دى چې موږئې دنړۍ په كچه مقايسه كولاى سواودداسي وياړونوقدربايدټوله افغانان ولري،ده داهم څرګنده كړه چې دپښتوادب بنسټونه دهلمنده اخيستل سوي چې ښه مثال ئې په هلمندكې دمطالعې دارزښت دورځې لمانځل دي چې تېره مياشت ددلوي پر(۲۷)نېټه داطلاعات كلتورپه تالاركې ولمانځل سوه، پرهمدې دپاسه ئې دهلمندادبي بهير پرلاس ته راوړونوهم رڼاواچوله.

داځل وارومشاعرې ته ورسېدى اوالحاج صديق الله همدرد داسي يوغزل ولوسته

ستاپرتوره جامه څومره ښكلي ښكاري
دجانان داسم توري لكه ستوري

سردارمحمدصديقي هم په خپله غزل كې داسې ويله.

يوڅوك دتوروسترګودلحاظه سي جانان
يوچاچاته يوڅوك دډېره نازه سي جانان
بېرېږم صديقي ورته جانان ويلاى نسم
خبربه مي دمينې دآوازه سي جانان
لالاخان خروټي هم غزل وويل

زمري (بُستي)هم داډول غزل وړاندي كړه

زمامينه ستاځواني بې شرنګه مه كړې

دادزړونوموسيقي بې شرنګه مه كړې

دكابل څخه راغلي مېلمه هميم جلالزي يوه داسي ښكلې غزل ولوسته چې دغونډې ټوله برخه وال ئې دخيال يوې بلي دنياته بوتله چې قضاوت تاسوددې بيت څخه ښه كولاى سى

چې پيل كومه ورځ كړم ستادنومه زندګي

جنت ته كړم ستنه له جهنمه زندګي

ورپسې دهلمندادبي بهيرله نوښته اوهنره جوړشاعرمحمدزي سجادهم دنوښته هنره اوښكلاډكه غزل وويل ،چې تاسي ئې نوښت اوښكلاددې بيت څخه درك كولاى سى

چې سرپه سردارڼاګاني اوتيارې سي سره

هله !راځه چې مساوې ورځي اوشپې سي سره

بشرمل چې ددې بهيرماشوم غړى دى دى هم دريز ته پر يوې بلي چوكۍ ودرېدى اوپه خپله ماشومه خوله اوماشوم آوازئې يوه طنزيه غزل وويل چې دګډونوالولخوازيات تشويق سوچې يوبيت ئې داسي و.

دسر وېښتان ئې راڅه چوركړه ټول ئې وشكوله

هلته په پوه سوم چې داغه ده دخيانت سلماني

مشاعره پرهمدې ځاى پاى ته ورسېده نوبت واستادلېوال صاحب ته ورسېدى لېوال صاحب وويل واقعآ مي ددې ځوانوشاعرانوشعرونه خوښ سول ددې څخه ښكارېږي چې پدې ځوانانوكې داقوت سته چې دهلمنداولس مينې اوپوهې ته راوبلي اودهغوى اوجګړې ترمنځ يولوى توپيرپيداكړي، ځكه ادبيات داولس دپوښتنو،اُميدونواوارمانونوهينداره ده قدرمن لېوال صاحب پردې سربېره دهلمندادبي بهيردكتابون سره دپنځوس ټوكه كتابونوژمنه وكړه.اوپه اخېركې ئې يوداسي ازادشعرولوستى چې ټوله ورته حق حيران پاته وه .اودشعرعنوان وبيټ نيكه.

ورسره سم دګوربت ټلويزون مشرمحمدنبي ساحل هم دبهير سره دپنځوس ټوكه كتابونووعده وكړه

دكندهارڅخه راغلي مېلمه محمدياريارصاحب هم وټولوځوانانوته داپيعام وركړى چې په ادبياتوكې خپله پوهه لازياته كړې ځكه په افغانستان دپښتوپه برخه كې ډېر كم ليكوالان موږلروچې دهغودجملې څخه يوهم ښاغلى لېوال صاحب دى

دغونډې په پاى كې دمحمدداودفرهنګ لخواچمتوسوي تحفې ياډالۍ چې په ګلونوپوښل سوى كتابونه دافغاني دودسره سم يوه يوه بګړۍ ومېلمنوته دهلمندادبي بهيردغړيولخوا وركول سوې

هېره دي نه وي چې دالومړى ځل نه دى چې هلمندادبي بهيرته داسي سترشحصيتونه راځي،تردې وړاندي هم دقدر وړكسان ودې بهيرته راغلي دي چې دهغوڅخه د هيوادمنل سوى ليكوال، شاعر،نړۍ وال شخصيت عبدالباري جهاني،دبي بي سي راډيوخبريال داؤدجنبش ،دبي بي سي راډيوخبريال داؤدعظمي،پياوړى ليكوال شاعرعزيزتحريك ،دافغانستان په سطحه پېژندل سوى ممثل ممنون مقصودي اوداسي نوردي .

په درنښت

 زمرى (بُستي)