ټمبلي ليك جمال الدين افغان
ټمبلي دانسان دپرمختګونويوپټ قاتل دى.هغه كسان چې،دنن كارسـباته پريږدي،خپلي ماتې طرحه كوي.
بريالي انسان هغه دي چې،هركاردټمبلۍ پرته په خپل وخت ســــره تر
سره كړي اوخوندترې واخلي.كله چې تاســـــوديوه كاردكړوهوډكوي ترهغوپورې چې هغه كارموسرته نه وي رســـولى،هرځل درياديږي او
ځوروي مواوستاسوپرشعور،ضميراوسـتاسودباورونواوپرنفس دباور
پربنسټ رالګيږي اوورانوي يې.هغه انسانان چې،خپـل كارونه په خپل
وخت ترسره كوي،په خپل وجوداوشخصيت كې دننه ښــكلارامنځته
كوي اوپايله يې په خپل نفس اعتمادلوړوي.
كله ناكله ځينې انسانان دنن كارسباته پريږدي،كيـــــداى سي،دهغه كار
وخت له لاسه وركړي اودومره زيان ورته ورسيــږي چې،بيادژوندتر
پايه ځان ملامتوي اودغه ملامتياوې،په حقيقت كې پرنفس باورورانوي.
په ټمبلۍ كې افتونه نغښتي.
په كارونوكې وخت درناوى برياليتوبونوته درسيــــدولپاره يوه اړتياده
ستاسودشخصيت جوړښت ستاسوپه كارونواوپلانونوپورې مسـتقيمي
اړيكې لري.
يوغربي متل وايې:
((كه ډيراړين كارهم نه وي،نومهرباني وكړه همـــــــدااوس يې سرته ورسوه!))له دې كبله ،ډيركسان سته چې،په يوه بهانې پســــــې ګرځي
چې ،خپل كارراتلونكې ته وساتي اوكله خوداسي هم وايې:اوس داكار
ډيرضروري نه دى بيابه يې سرته ورســــوم اودغه خبره په څرګندډول
يوه پلمه ده.
نوكه دغه كاراړين نه وي،نوهمدااوس يې سرته ورســـوئ اوپه كارونو
كې ټمبلي موراتلونكې ته مه پريږدئ!يوازنى كارچې تاســـــويې دساتلو
اجازه راتلونكې ته لري،هغه ټمبلي ده.
كه فكركوئ چې نن بوخت يې،نوزيرى مې درباندې چې ســــباته به تر
دې هم بوخت سئ. پاي