نعت   ----عبدالهادي عمري هلمند

دحرم سپين سپين منارونه      دمدينې کلي کورونه

څومره ښايسته ښکاريږي                کوردجانان دی

دادهجرتونوکوردی          څه لوړيي شان دی

داپه انواروچي زيبادی    دغه وطن دمصطفی دی

دلته رحمت دپاک الله دی   دلته نبي خيرالورادی

چي پرې وريږي له اسمانه رحمتونه

ځکه په رحمت منوردپاک سبحان دي

====================

پکښي دنوربلي ډېوې دي      داصحابانومقبري دي

شنه حجابونه دروضې دي   پاس پراسمان ېې تجلې دي

ورته راتله به دانس و جن ټوله قومونه

ډيروپاک  مولالره خوښ دغه کاروان

=================

هلته سپين ستوري داسمان دي     دپاک رسول خواږه ياران دي

داد اسلام ددين حاميان دي  هلته سپيڅلي امامان دي

هلته راپاته دي دغزاووميدانونه

هلته نازل کړى خالق حسين قرآن دی

===============

هلته سرداردمرسلانو  هغه معشوق دمحبانو

لارښودرهبردمومنانو   هم دې شفيع دعاصيانو

ورځ دمحشرکي به موکړي شفاعتونه

ځکه عمري يي کړی داخوږبيان دی