زړه دي مه صبروه

جانانه راسه یادتازه کـــــــــــــړه زړه دي مه صبروه

مادخپل ځان په تماشه کــــــــــړه زړه دي مه صبروه

 په پخوانوسترګـــــــــــــــــــــو به یو نظر دروګورمه

ځان دي له دې نه لا ښایسته کړه زړه دي مه صبروه

 په انتظاربه دي ترکـــــــــــــــومه ورځي شپې تیروم

 یوځل می بیا دځان میلمه کــــړه زړه دي مه صبروه

ستادلیدوپه تمه تمه دي ترکلــــــــــــــــــــــــي راغلم

راسره تیره یوه شپه کــــــــــړه زړه دي مه صبروه

زه دي بی ځایه عادتونوزورولی یمــــــــــــــــــــــه

 له ځانه جوړه پښتنه کــــــــــړه زړه دي مه صبروه

 معروفي ستاپرتوروسترګــــــــــــــوزړه بایللی ګلي

ملالي سترګـــي راښکاره کړه زړه دي مه صبرو

ه معروفي هلمند بست راډیو ۱۳ / ۱۲ /۱۳۹۰