منا جات 

سر لو ړى دې مجلس دپښتنو وي هر ګړى

تل پاته عنعنه دې دجرګو وي هر ګړى

 

تور زن زلمي دې ډير وي غيرتمن دپښتنو

شمله دي تل په جګه دپلرو وي هر ګړى

 

حجري زموږ دقام دې هميشه  لري خداي ډكي

پكښي كي دې يوالۍ دزلمو وي هر ګړى

 

وخداى ته مي لاسونه په دوعا پورته نيولي

چي دا اولس دې ليري دغمو وي هر كړى

 

ظالم چي مو هر څوك وي خدايه تې را هدايت كړی

چي بل مو څراغونه پر تيارو وي هر ګړی

 

داوښكو ډكي سترګي به تر كومه غړومه

هر کور چي مو شاهد دغلبلو وي هر ګړی

 

ژبه دې ګونګي سي چي به موږ په بدو ستا ئې

دښمن دې زموږ مخته پر ګونډو وي هر ګړى

 

ادم (صفت ا لله ) تا ته اميد لرمه خدايه

حضور ته مي دا ستا دغه ارزو وي هر کړی