السلام علیکم ورحمت الله برکاته!
ګرانو او قدرمنو!دا چې هر اوونی په هلمند ادبی بهیر کې یوه اوونیزه غونډه د هلمندی شاعرانو،لیکوالانو،ژورنالیستانواوګڼ شمیر نورو وګړو په ګډون تر سره کیږی.
تیره اونی هم د جمعی مبارکی په ورځ چې د ۱۳۹۰/۱۲/۴ نیټه د هلمند ادبی بهیر د غونډو په تالار کې یوه ښکلی غونډه تر سره شوه.
د غونډی ویاند ښاغلی ښوونکی محمد مسی یوسفزی وه .
د غونډی پیل خلیل احمد تاند د قرآن عظم الشان په څو مبارکو ایاتو نو سره وکړ.
په همدی لړ کې بلنه ورکړه شوه.د هلمند ادبی بهیر مرستیال الحاج عبدالهادی عمری صاحب ته ده(( له ډیری مودی څخه پس راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه.او نوموړی د راتلونکی اوونی لپاره ویاند ښاغلي خلیل احمد تاند او د راپور لیکولو لپاره ښاغلی محمدولی راهیب او د شعرد کره کتنی لپاره یي لومړی کس ښاغلی ځلاند کاکړ دوهم کس عطامحمد سیلاب اوپه ترتیب سره یی لالا خان خروټی او صدیق الله همدرد وټاکل، او هیره دی نه وی چې د ویناوالو لپاره یي هم د قران عظم الشان سوځول په بګرام هوایی اډه کې د سکالو په صفت وټاکل)).
ورپسي ښاغلی محمدزی سجاد د تیری اوونی راپور په ډیرو ښایسته الفاظو سره وایي.
د تیری اوونی د راپور تر ویلو ورسته د وینا برخه د هلمند ادبی بهیر د مشرتابه ښا غلی سید محمدحیرت په وینا سره راپیل شوه، چې ده پورته سکالو په اړه یي داسي وویل(( د قران عظیم الشان سوځول داسلام د مبارک دین دښمنانو کار دي،ده زیاته کړه چې د افغانستان د اساسی قانون په لومړی بند کې لیکل شوی، چې دافغانستان د اسلامې دولت دین اسلام دی او دا یي د نړیوال قانونه هم سرغړونه وبلل.ځکه هلته هم داسی قانون شته، چې هڅوک حق نه لری چې یو د بل پر دین اومذهب تیری وکړی،او ده وویل، باید چې د پیښې عاملً په سختو ټکو سره مجازات شي))
د وینا د برخی دویم تن د هلمند راډیو ټلویزیون د ژوند او ادب د خپرونی کوربه ښاغلی آدم صفت الله وه د ده د خبر سکالو هم دپورته پشان وه،نوموړی وویل چې د۱۴۰۰کاله څخه مخکې هم د دي دین ساتنه پر موږ فرض وه،او موږ به یي ساتنه د الله(ج) په مرسته سره کوو.اوده وویل چې د دین د ساتنی یواځنې لار توره نه شی کیدای،بلکی بله لاریي دیپلماسی ده، چې له دیپلماسي په کار اخستنې به موږ د خپل دین د ساتني په خاطر دفاع کوو.او ده امریکایان یاغیان او باغیان وبلل،او دده غوښتنه له مرکزی دولت داوه چې باید د پیښې عاملً دی په نړیواله توګه مجازات شی،اود پر ګډنوالو غږ وکړ چې په شیرکه سره به ووایو،؛الله اکبر؛اود غونډی ټولو ګډنوالو هم وسره وویل؛الله اکبر؛))
صدیق الله همدرد بیا د ویناوالو دریم او اخرنی تن وه ده وویل چې((دا پیښه زموږ لپاره د نه زغملو وړ ده،او د غونډ وګډنوالو ته یي وړاندیز دا وه،چې دا پیښه دی په صلحیز فضأ کې حل او فصل شي))
له دی سره سم د وینا برخه پاته ورسیده.
چې د نثر برخه
د الحاج محمداسماعیل شرعتیار صیب د دیلاورپیره دار تر سرلیک لاندی لیکل شوی نثر وه،چې د غونډی ګډنوالو ته وړاندی کړ. د نثر ویلو دوهم تن نوی او تنکی ځوان ښاغلی قیس هاشمی وه،چې د زه یتیم یم تر سرلیک لاندی لیکل شوی نثر وه،ده غونډی وه ګډنوالو ته یی ووایه.له دي سره سم د کره کتنی برخه د سید نور بارکوال په دغه شعر،
((راځی چې دا وطن په همت جوړ کړو یو ځل به ئي سمسور په غیرت جوړ کړو
سمسور چې وی وطن په ښلا خوږ وی
یوالی صداقت،وحدت،عزت دی یوالی یو احساس ږغ د حرمت دی
خپل وطن او استقلال ته به خدمت کړو د نفرت پر ځای به جوړ محکم وحدت کړو
بارموال د خپل وطن په مینه مست یم لکه څنګه چې د خدای د لوری هست یم))سره راپیل شوه.
تر شعر ویلو ورسته شاعر د خپل شعر لومړی بیت تکرار کړ،چې د کره کتونکو څخه لوموړی تن سیلاب د دریخ مخته راغي، چې د شعر په اړه یي داسي وویل((زه پر دی شعر په عمومي کې داسي وایم چې دا شعر نه غزل شعر ته ورته دی، نه هم وه مصنوعي ته.ځکه چې په غزل شعر کې په هر اړخ تلای شو،خو دا کړنه بیا په مصنوعي شعر کې نه تر سره کیږی،او په دی شعر کې ډیری کلیمی تکراری او په شعر کې استهاری،تشبهات او نور د شعر د جوړښت اساسی مواد پکې له پام غورځول شوي دی.اود یادولوده چې داسې شعر باید هڅ کره کتنی ته وړاندی نشي))
دوهم تن کره کتونکی سردار محمد همدرد وه،ډیر خوشحاله په دی وو،چې په بهیر کې ده کرکتونکو ډله هر اوونی جوړیږی،او ده سیلاب خبره يي رد کړه،چې داسی شعر باید کره کتني ته نه شی وړاندي،او بارکوال یي وسایه چېدومره جراّئت يي وکړ،چې خپل شعر تر موږ او کره کتني یي راوړی ،د شعر په اړه یي وویل،چې شعر غزل ته ورته جوړښت لري او تر ډیره يي موضوع د وطن په اړه ده،او په ورستیو کې یي پر سکالو هم خبري وکړي))
دریم تن کره کتونکي لالاخان خروټي وه،یاد کس وویل((که د شعرجوړښت په غزل کې وای نو ټول پری پوهیدل،شعر څه غوندی سکتګي اود یوالې او صداقت لفظونه پکې تکرارۍ دي،ماته دا اخرنی بیت خوند هم نه راکوی))
د خروټي د خبرو له ختم سره سم ځلاند کاکړ د شعر د کره کتونکی په حیث وویل،((د شعر فورم مات دي،او په لوموړی بیت کې یي د سمسور لفظ یوه وسیله ګرځولی ده،له دریمه بیت یي هڅ پیغا نه اخستل کیږي،او په څلورم بیت کې د؛وطن او استقلال لفظونه په یوه معنا دي،او دا د پخوانیClasc))شعرانو غوندی پیغام لری،او و بارکوال ته یي وړاندیز دا چې باید ډیره څه ولولي او څه تری زده کړی،چې د شعر لیکلو پر وخت به انشا الله هڅ د ستونزی سره مخ نشي))
شاعر بارکوال د خپل شعر په دفاع کې وویل،((سیلاب ولي وایي چې داسی شعردی کره کتنی ته نه وړاندی کیږی،که زه له دي ځای اصلاح نشم،اوتاسو زما نیمکړتیا راپه ګوته نه کړی،نو زما نیمکړتیاوی به نوری هم ډیری شي،اود کاکړ د نیوکی په خاطر يي وویل،چې په صداقت کې مینه،اخلاص اویوالی شته،نو ځکه ما هم په بیت کې ورځني یادونه کړی،او دکره کتونکو لپاره یي وړاندیز دا و چې ګواکي تاسو باید له مخی خپل نظرونه یوشان کړی وی،ځکه یو می ستاینه کوی،او دری نور می رټی((د مشاعری برخه دعصمت الله سمسور په یوه عشقی غزله راپیل شوه، چې په اوږدو کې يي په ترتیب سره داستان رفاع هم د سکالو په اړه لیکل شوی بیتونه،اوعبدالحکیم مستري بیا وار له مخه د پسرلی تر رارسیدو خپل یو شعر چې د پسرلی په اړه یي لیکی وه، په ترنم کې یي کډنوالو ته وړاندی کړ،محمد امین بیا د وطن په اړه لیکلي شعر ووایه،ملیار صیب د ټپیزې په ویلو دمور تر سرلیک لاندی لیکل شوي شعر ووایه،قسمت خوار،خدایرام صحرای،او لالاخان خروټی هم پخپل وار سره خپل شعرونه وویل،دا وخت۵:۱۰ شوي،چې د مازدیګر د لمانځه وخت وه، تر لمانځه کولو ورسته لومړی کس نذیراحمد ورور وه،چې انتخابی بیتونه یی وویل تر ده، راورسته بیا دوو هغو کسانو ته وار ورسید، چې د بلنی پر مهال له تلاره تللی وه،عبد الناصر یوه څلوریزه اویوه غزل وویل،حافظ محمد حسن بهیر یوه ښکلی زمزمه وکړه،نورالله نوری له یاده څخه خپله غزل وویل، دده په وینا چې ورسره کتابچه نه نشته،او سلا ودین مخلص بیا یو له هغه کسانو دی چې د بلنی پر مهال په تلار کې نشته،خو عطامحمد سیلاب اوسیدګل بیا هغه کسان وه،چې ډیر ښایسته غزل شعرونه یی وویل.او زمری بُستي بیا هغه غزل وویل چې دده په وینا پوره لا هم نه ده، او سردارمحمد صدیقي بیا د ویاند په ټینګاره سره یو څلوریزه وویل،محمدزي سجاد په خپله خوږه ژبه سره څو بیته او یوه عشقی غزل وویل، روزی محمد کامیاب هم یو غزل شعر وویل،چې اخرني تن الحاج عمرصیب وو،نوموړی یوغزل شعر،د سکالو په اړه خبری او څو بیته یي هم وویل،ده یادولو ده چې انجینرمحمد داود فرهنګ دا غونډه داسی ارزیابی کړه،ده لومړی دا وویل چې پسله ډیری مودی زه د هلمند ادبی بهیر په ډیر پرمختک او د بریاو په لور کې وینم،دوهم یي د سکالوپه اړه وویل،چې موږ بویه د سر اومال په قربانی سره د الله(ج)د سپیڅلی کتاب څخه ساتنه وکړو، او په دریم قدم کې یی د تیري اوونی د راپور لیکونکی محمدزی سجاد ستاینه وکړه، او له راپور لیکونکو څخه یی غوښتنه دا وه،چې په خپل راپور کې دهلمند راډیو ټلویزیون څخه مننه وکړي،او په څلورم قدم کې یي اشاره د کره کتونکو په لور وه،چې ده نیوکې پر خای دی لارښوونه وه شاعر ته کوی، او شاعر باید ونه رټی درټلو پر ځای یي وستایي او لارښوونه ورته وکړی،او ویی ویل چې بویه هر اوونی د کره کتونکو ګروف موجود وی،اوپه بهیر کې يي د غونډی پر مهال د ګرځنده ټلیفون بندول ډیر مهم وکڼل چې نظم برابرشی،او د ویاند هر نیمکړتیا یي په بهیر کې د خندا او خوشحالي یوه شیبه وکڼل،او د بارکوال د خبرو له هغه ټکی څخه یي یادونه وکړه چې بویه د کره کتونکو انډول دی یو شان وی، نوموړی وویل چې دا خبره پر خپل ځای غلطه ده،ځکه که د نظرونو اختلاف وجود ونه لری،د سکالو دحل لاری ته رسیدل ډیره ګرانه خبره ده.
له دی سره سم د دعا په ویلو د تیری اوونی غونډې پاي ومند.
ومن الله توفیق