موږدخزان

مــــــوږدخـــــــزان بادو وهـــــلي پسرلي لـــــــــټــوو

چې يې دبخت ســـــــــــتوري ځليږي سپين تندي لټوو

 

په ګنهکاروســــــترګـــــوښکلوتــــه نـــظر نـه کــــوو

موږيې پــــــه مـــــخ کې دخالق دنـــــــور هستي لټوو

 

يوازي نه دي چې زلمي رانـــــــه طـــــوفان وړي دي

پرګودرونــــــومودپـــيغــــــــلومـــــــــات بنګړي لټوو

 

خالقه داســــــي وخت هـــــــــم راولې زموږ پر اولس

چې هم قلم هم مدرسه اوهــــــــم ښوونـــــــــځي لټوو

 

که خدای په برخه کړله پوهه اوارمــــــــــــان داولس

بيابه هـر بــيــــت د کتابچې دعــــــــمــــري لــــټــــوو