دهلمندځيني تاريخي كلاګاني
له كومه وخته چي زه دكتاب سره اشنا سوى يماودمطالعې سره مي علاقه پيدا سوې ده اوتاريخي مسايلوپه تېره بيا تاريخي جغرافياپه هكله زمازهن ته څه راغلي دي مخصوصا دهلمندپه باره كي چي زه پكښي رازېږېدلى يم اولوى يم زماپه عقيده په واروواروپرډېروزړوكلاګانو،كنډوالو،غونډيواوزيارتونوګرځېدلى يم دپخوانيوانسانانومېنوچي مات خاورين توكركي دهغودمېنونمايندګي كوي هم ګرځېدلى يم پرداسي لرغونومېنوازړوځايونوپېښ سوى يم چي زماپه عقيده داټكل له مخي دتاريخ نه مخكي زمانوپوري اړه لري چي ډېرځلي مادهغوځايونوڅخه ډول ډول زاړه خاورين توكركي راټول كړي چي ځيني يې ساده بعضي رنګه اوپرځينوبه دحيوانانوياپرنده ګانونېمه صورتونه يادبدن دنوروغړوعلايم ښكارېدل خوزمالخوا داګرځېدنه دمځكي پرمخ اوداړوشيانوراټولونه په غيرفني اوغيرعلمي ډول سرته رسېدلې ده ځكه چي زه دلرغونواثاروپه پېژندنه كي كوم تخصص نلرم نودوخت اوزمان په ټاكلواوپېژندلوكي يې پاته راغلى يم اوپدې نه يم قادرسوى چي دغه زاړه شيان اواثاردي وپېژنم چي دكوم وخت اودكومي دورې په مدنيت پوري ارتباط پيدكوي اوپدې هم نه يم پوهېدلى چي دغه خاورين اوځيني فلري زاړه شيان ددې سيمي محصول دى كه دبل ځايه راغلي دي
په هرحال دتاريخ پوهانوپه قول دهلمندسيمه اوسينددخپل اب وهوا،پرېمانه اوبواوپراخوحاصلناكه مځكوپه درلودلوسره دبين النهرين دفرات اودجلې دسيندونواوپه ختيځه برخه كي دسينددرودترمنځ دوصل اوارتباط اساسي كړۍ ده كه چيري دلته دهلمنددسيندپه غاړوكي علمي څېړني سرته ورسيږي يقين دى چي دډېروپخوانيوزمانوخوراقيمتي اثاربه رابرسېره سي نه يواځي داچي دهلمنداوافغانستان لپاره به دارزښت وړوي بلكه دانساني بشريت دتمدن اومدنيت تاريخ ته به نوى باب اوفصل پرانيستى وي اوددې ترڅنګ دهيوادلرغونتوب اصلي بڼه به يې ونړيوالوته څرګنده كړې وي اودابه په اثبات ورسيږي چي دتاريخ نه مخكي په زرګونوكلونوپخوادهلمنددسيندپرغاړه انسانانوژوندكړى دى مختلفوقومونودتاريخ په اوږدوكي دلته ډول ډول مدنيتونه منځ ته راوړي اوهغه مدنيتونه يوپه بل پسي له منځه تللي دي اودتمدنونودايجاددلړۍ په دوام بيابل وخت نورتمدنونه دنوروقومونوله خوا ايجادسوي دي ځكه كه چيري دهلمنددسيندغاړوته دپيل نه تراخره پوري وكتل سي دلته ډول ډول كلاګاني اوودانۍ چي ځيني يې په خاورينوغونډو،بعضي نيمه مخروبه اوځينويې دطبعي حوادثوپه وړاندي مقاومت كړى دى ولاړي دي حتى داسي ځايونه ډېردي چي يواځي يې سړى دانسانانودمېنوپه ډول پېژندلاى سي نوريې دودانيوهيڅ اثرپاته نه وي ځينوچي لاتراوسه پوري دبادبا ران تودواوسړوسره مقاومت كړى دى اوځيني برخه يې پاته هغه په مختلفودو رواوزمانوپوري اړه پيداكوي ځكه هره ودانۍ ځانته بېل بېل ډيزاين اونقشه لري اودجوړېدومخصوص ډول يې ددې معنى لري چي يوه كلاياودانۍ يووخت اوبله يې بل وخت جوړه سوې ده اوپه حقيقت كي دغه نړېدلي كلاګاني چي اوس په خاورينوغونډيواوښتي دي يووخت دواكدارانودشان اوشوكت اودبدبې ماڼۍ وې اوكچيري پوره غوروكړوداهغه دكوچياني ژوندانه علايم دي چي دهلمنددسيندپرغاړه دپخوانيومېنوپه ډول يې اثارپاته دي نوداحقيقت په اثبات رسوي چي دتاريخ نه پخوا هم دهلمنددسيندغاړي دانسانانوداستوګني لپاره مناسب ځاى ؤ.
استاداحمدعلي (كهزاد)دهيوادوتلى تاريخ پوه په لښكرګاه نومي كتاب كي ليكلي دي چي رودونه دبشرپه تاريخ كي ډېرارزښت لري اوپه افغانستان كي دامواوهلمندرودونه دخاص اهميت وړدي اونوموړي دافغانستان (پښتوژباړه)په ۳۳۴مخ كښي ليكلي دي ((داستايولسمه ټوټه مځكه ده (هيتومنت)ښكلې اوله افتخاره ډكه مځكه ده چي هيرمند،سيستان له حاصلناكي ناوې نه عبارت دي اهريمن په دغه ځاى كي جادواوجادوګري رواج اوخپره كړه دهيرمندمست سينددخپلومرستيالوسره دزميادشت (۶۷)فقره كښي يادسوي دي .................. چي ددغه سيندزيږناكوموجونوټول مصيبتونه له ځان سره وړل تراريايي زمانې راوروسته فارسي هخامنشيانو،دمېلادي پېړيوپه پيل كي ساكانوپارتيانوپهلوايانوورپسې بياهم فارسي ساسانيانودلته حكومتونه كړې دي عربي اسلامي فاتحينودوه سوه كاله دايمه ترخپل تسلت لاندي درلوده بيا دچنګېزيانووحشيانه يرغلونه تېرسوه ګوډتېمرخپل زړه په سوړكى دهلمندښارګ يې پرې كړدروستم داوبوبنديې له منځه يوړبياايراني متعصب صفوي واكمنانوهم دهلمندسيمه ترخپل ظالمانه واكمنى لاندي راوستل دهندمغولي ګرګاني پاچاهانوچي دظهرالدين بابراولاده وه تربست اوزمينداوره پوري لاسونه راوغځول چي ددغومغولي دولت دوخت د۳۰۰كالوڅخه بياترڅلورسوه پوري موده په بركي نيسي دهلمنددهغوكلاګانوچي تاريخ يې يادونه كړې ده دلته يې نومونه راوړو
دزمينداورڅلوركلاوي ، وابستان (اوسنى واليشتان)واشتان دغورك دغرودلوېديزپه لمنوكي پروت دى دتاريخ په ډېروكتابوكي يې ذكرسوى دى داوسني وخت تاريخ پوهان يې داصلي ځاى په ټاكلوكي مترددبريښي زه غواړم چي خاصه څېړنه پروكړم اويوه علحده مقاله پروكاږم
درفتي چي دمسى كلادمركزپه جنوب شرق كي موقعيت لري موسى كېداى سي چي دپورته ذكرسوي درفتي په جنوب كي موسى زى وي ځكه كه يې دنومونووسلسلې ته وكتل سي نوددرفتي پس موسى زى راځي خوداوسني وخت مهم ځاى موسى كلاده چي دسيمي حكومت پكښې وي
بېدزيرك په اوسني وخت كي بېدكه ورته وايي دموسى كلادمركزپه جنوب كي دشهرګي په شمال كي يوځاى وي
شهرګ : دموسى كلاپه جنوب كي دلس كېلومتره په واټن كي دموسى كلادسيندپه لوېديزكي يوه پراخه سيمه ده
ساربان :هغه مشهورتاريخي ځاى دى چي دكجكي په جنوب دهلمنددسيندپرغاړه په ختيځه برخه كي پرته ده
ملبو:ماونه پېژندى فكركوم چي دنوزادپرخوابه وي ځكه ورپسې دنوزادسيمه ذكرسوې ده
نوزاد:چي دهلمنديوغرنىۍ ولسوالي ده چي دښواناروبادامواونورومېووځاى دى
برزاد:په پوره يقين سره وايوچي اوسنى برنوزاددى
دهنه:دنوزاددغروپه خوله اودره كي پروت كارېزدى
لرغر:اوس هم دنوزادپه ولسوالۍ كي دلرپه نوم ياديږي
سيااب:څنګه چي دنوزاددكلاګانوپه لړكي راغلى دى امكان لري چي دنوزاددكليسياوي خودموسى كلاپه لنډۍ ناوه دسياب په نوم قريه هم سته
فولاد:دواشېردناوې په شمالي برخوكي موقعيت لري
دلخك:دابياچي اوس يې دسيمي خلګ تلخك بولي يوه زړه تاريخي برج داره كلاپكښي سته دغره دبيبوپه نوم تنورسته دغه ځاى دكندهارهرات دلويي لاري ترڅنګ په شمالي حصه كي پرته كلاده
ګرشك داتو(۸)كلاګانوسره
مالګير:دګرشك په جنوب كي داته كېلومتره په اندازه دهلمنددسيندپه لوېديزه برخه كي ده
ميرمنداب:دګرشك په شمال كي دشل كېلومتره په واټن دهلمنددسيندپه ختيځه برخه كي يوه سيمه ده
تېزى بابا:داځاى دګرشك دمربوطاتوڅخه يوه كلاوه ماونه پېژندل
حاجي:دډېرواحتمالاتوله مخي امكان لري چي اوسنى باباجي وي
سنګين دګرشك په شمال كي تقريبا دپنځوس كېلومتره په شاوخوا دهلمنددسيندپه ختيځه برخه كي په زړه پوري برخه ده چي ښه انارلري
دژعوزي دژدسنګرپه معنادكلاپه معنا دمورچل په معنا دبتخانې په معنى استعماليږي زه يې په پېژندلوبريالى نسوم
دژ سفيد: داځاى هم زمالپاره يې پېژندل ناممكن سوه چي دغه دژ هم دپورته دژپه معناودى
دبست مربوط اته (۸)كلاوي دي
خلج: په اوسني وخت كي دناوې ولسوالۍ مركزدى دهلمنددسيندپه لوېديزه برخه كي موقعيت لري
دلښكرګاه څخه تقريباڅلورويشت كيلومترواټن لري
هزاراسپ :چي عام خلګ يې زارس بولي دخلج په امتدادپه لس كيلومترۍ كي دى
شمالان:دهزاراسپ په امتدادتقريباپه شل كيلومترۍ كي پروت دى
هزارجفت:پرهزارجفت ماخاصه څېړنه كړې ده علاحده مقاله مي پرلكلې ده داځاى هغه پخوانى داريايي زماني ارياسپي دى دګرمسېردولسوالۍ مركزدى شمالان ته مخامخ دهلمنددسيندپه ختيځه برخه كي قرارلري
لكى: دهزارجفت پسې ددېرش كيلومتره په اندازه موقعيت لري
صفار:دلكي څخه وروسته دجنوب دلس كيلومترۍ كي مشهورځاى دى
خنشى:چي علامه حبيبي يې اوسنى خانشين بولي دهلمنددسيندپه لوېديزه برخه كي دلښكرګاه څخه په ۲۰۰كيلومتروپه فاصله په جنوب كي ددې ولسوالۍ مركزدى
ملخان :دخانشين دولسوالۍ په جنوب كي ددې ولسوالۍ اخنرۍ قريه ده چي تقريبادڅلويښتوياپنځوكيلومتروپه واټن دخانشين څخه ليري ځاى دى دبي بي جاني يوه غټه تاريخي كلالري چي ديوالونه يې دليروليروځايوڅخه معلوميږي
پورته دېرش كلاګاني دهنداودايران دصفوي باچاهيوپه وخت كي دهلمنددسمي حكومتي اونظامي ځايونه يې وه چي تاريخ يې نومونه ثبت كړي دي .
په درناوي شامحمودحسرت
مآخذونه
۱دافغانستان پخوانى تاريخ پښتومتن داحمدعلي كهزاداثر
۲لښكرګاه داحمدعلي كهزاداثر
۳ افغانستابعدازاسلام دعلامه عبدالحى حبيبي تآليف
۴ افغانستان درعصرګرګانيان هند دعلامه عبدالحى حبيبي تآليف
۵ افغانستان درمسيرتاريخ ميرغلام محمدغبارتاليف
۶ هلمنددمحمدابراهيم عطايي ليكنه