وخدای ته د بوډۍ ليک !- لنډه کيسه
ليكوال ريا راموس
ژباړه : تېمورشاه يوسفزی
يو ورځ د ليک لېږني مؤسسې کارمند د هغو ليکنو په لټه کي و چي ادرسونه يې نا مالوم وه، نا څاپه يې پر يوه ليک چي په لړزېدلي خط ليکل سوې وه ، سترګې ولګېدې.
د دې ليک پر پاکټ ليکل سوې وه ( و خدای ته ليک !).
کارمند د ځان سره فکر وکړ او بهتره يې وګڼل چي ليک پرانيزي او ويې لولي ، په ليک کي داسي ليکل سوي وه.
زما مهربانه خدايه !
درې اتيا کلنه سپين سرې بوډۍ یم چي ژوند مي د تقاعد په لږو پيسو تېروم، تېره ورځ زما بټوه چي سل ډالره پکي وه ، یو نفر غلا کړه.
دا هغه پيسې وې چي د دې مياشتي د خرڅ لپاره مي بسېدلې. راتلونکې اونۍ اختر دئ او ما دوه کسان د ماښامي لپاره را بللي دي، خو د هغو پيسو پرته څه نه سم اخيستلی او هيڅ څوک هم نه لرم چي پيسې ترې پور کړم.
زما مهربانه خدايه، یوازنی امېد مي ته يې ، زما سره مرسته وکړه!
دليک لېږني مؤسسې کارمند تر ډېر تاثیر لاندي راغی او ليک يې خپل همکارانو ته ښکاره کړ ، پايله يې دا سوه چي هر يوه خپل جېب ته لاس کړ او څو څو ډالره يې د مېز پر سر کښېودل، کله چي ټولي پيسې وشمېرل سوې ۹۶ ډالره سوه چي و بوډۍ ته يې واستول.
د موسسې ټول کارمندان له دې چي د يوې بوډۍ سره يې ښه کړي ډېر خوشاله وه.، اختر پای ته ورسېد او څو ورځي له دې پيښي تېري سوې چي یو بل ليک دليک لېږني و مؤسسې ته ورسېد چي پر پاکټ يې ليکلي وه ، و خدای ته يو ليک!
ټول کارمندان را ټول سول چي ليک پرانيزي او يې لولي، د ليک مضمون داسي و.
زما مهربانه خدایه !
په څه ډول ستا شکريه اداء کړم ، ستا د مهربانۍ او مرستي لامله و توانېدم خپل ملګرو ته ښه ماښامی چمتو اواو ورځ يې هم په ښه توګه له مېلمنو سره تېره کړم، ما هغوی ته ستا د مرستي او مهربانۍ يادونه وکړه البته څلور ډالره کم وه خو زه مطمئينه یم چي دا څلور ډالره به د ليک لېږني مؤسسې کارمندانو اخيستي وي.