داختر شپه//ادبي ټوټه

رالېږونکی:حماد

دانن هم ویري اویخنۍ په ګډه لړزوله،ولي چي تېره شپه مي لاهم دپخواپه شان له پالنګه رټلې وه،خوبیایې هم له دروازې نه ګام راواړوه ،دخوني په انګړکي هک حیرانه ودرېده اوپه ځیر- ځیریې زماعکسل العمل څاره،زه چي داخترشپې مي ټول عواطف هیجاني کړي وه نن په دې قانع وم ،چي دهغې هرخوائش ورپوره کړم،نوبې له دې چي هغې ته څه ووایم،دبسترې یوڅنډي ته سوم اوله ځان سره مي ځای ورته پرېښود،داهم په ځای راننه وته اوغلي سوه،زه یوه رنګین خیال له ځان سره یو وړم،پام مي نه وو چي یووخت یې له تودوښي وروسته زماپه مړوندمنګولي راښخي کړې،دومره یې ووېرولم چي زماپه کړیکه ،تېښته څه چي میاوو هم ترې هېرسو.