غزل == ارزو زيارتواله- سوړ زيارت
د چنار رنګه مي سر تر كلا تر(1) واى
يا سپوږمۍ واى چي پر هر ښار مي نظر واى
د سهار ماښام په حال به خبرېدلاى
د كوترې په شان كاش زما هم وزر واى
په غم سرۀ سه دا جوړ كړي رواجونه
دېوال مه واى را ښكاره به سم و غر واى
څو مخونه پر زړګي د ارزو اوري
بې لېمو واى په خپل صبر مي سات تر واى
=================
(1) دلته دا قافيه په كاكړي لهجه كې د تېر پر ځاى (تر) راوړل سوى دى.
(1) دلته دا قافيه په كاكړي لهجه كې د تېر پر ځاى (تر) راوړل سوى دى.
06.03.2012
- لښکرګاه
داختر شپه//ادبي ټوټه
رالېږونکی:حماد
دانن هم ویري اویخنۍ په ګډه لړزوله،ولي چي تېره شپه مي لاهم دپخواپه شان له پالنګه رټلې وه،خوبیایې هم له دروازې نه ګام راواړوه ،دخوني په انګړکي هک حیرانه ودرېده اوپه ځیر- ځیریې زماعکسل العمل څاره،زه چي داخترشپې مي ټول عواطف هیجاني کړي وه نن په دې قانع وم ،چي دهغې هرخوائش ورپوره کړم،نوبې له دې چي هغې ته څه ووایم،دبسترې یوڅنډي ته سوم اوله ځان سره مي ځای ورته پرېښود،داهم په ځای...
06.03.2012
- لښکرګاه
د خوښ اوسېدلو اصول
ژباړن : محمد رسول- زابل
په ايمان غم ، تکلیف او فکرونه ختميږي ، هغه د مومنانو د سترګو يخني او د عبادت کوونکو تسلي دئ .
کوم وخت چي تېر شو هغه بيا لاس ته نه راځي ، ځکه نو د تېر شوي وخت په فکر کي مه اوسه .
پر قضاء راضي کيږه ، کومه روزي چي په تقدیر کي وي پر هغې شکر وباسه ، هر څه د تقدیر په مټ کيږي ځکه نو د خپګان مجال نه شته ....