د خوښ اوسېدلو اصول
ژباړن : محمد رسول- زابل
- په ايمان غم ، تکلیف او فکرونه ختميږي ، هغه د مومنانو د سترګو يخني او د عبادت کوونکو تسلي دئ .
- کوم وخت چي تېر شو هغه بيا لاس ته نه راځي ، ځکه نو د تېر شوي وخت په فکر کي مه اوسه .
- پر قضاء راضي کيږه ، کومه روزي چي په تقدیر کي وي پر هغې شکر وباسه ، هر څه د تقدیر په مټ کيږي ځکه نو د خپګان مجال نه شته .
- په الهی ذکر زړونو ته ډاډ پيدا کيږي ، د ګناهونو پېټی سپکيږي ، علام الغیوب خوشاله او نور خپه کيږي .
- د چا د مننې انتظار مه کوه ، صرف د الله الصمد ثواب کافي دئ ، د منکرونو له انکار او کينه کوونکو له کينې تاسو ته هيڅ زيان نه رسيږي .
- چي سهار کړې د ماښام انتظار مه کوه ، د نن په چوکاټ کي اوسه او د ننني سمون کوښښ کوه .
- وخت راتلونکی دئ ، د سبا فکر مه کوه ، چي نن جوړ يې سبا به هم جوړ یې .
- خپل زړه له کينې پاک کړه له زړه بغض او دښمني وغورزوئ .
- له خلکو سره د ښېګڼې لپاره مخ کيږئ ، په کور کي زيات اوسئ ، په خپل کار پسي کار کوئ ، له خلکو سره ليږ مخ کيږئ .
- کتاب ښه ملګری دئ ، د هغه ملګرئ خوښه کړئ ، له پوهي(علم) او معرفت سره تل دوستي کوئ .
- کائنات پر نظم او ترتیب پيدا شوي ، ځکه نو د کور په چارو ، جامو او ټولو دندو کي د نظم او ترتیب خیال ساتئ .
- خلاصې فضا ته وزئ ، په ښو بنونو کي سیل کوئ ، د الله په مخلوق او خالق په ايجاد کي فکر کوئ .
- پياده ځئ ، ورزش کوئ ، سستي ، ورک نامي او بې کاري مه کوئ .
- تاريخ ولولئ ، پر ښېونکو او عجائبو يې فکر کوئ ، له کيسو او نادرو يې خوند واخلئ .
- ژوند ته نوې بڼه ورکوئ ، نوې طريقې غوره کوئ او په ورځنيو چارو ( routine)کي تبديلي کوئ .
- ويښونکي شيان په کار دي ، کافي او نور زيات مه اخلئ ، له سګرېټ ، پان او نورو ځانونه وساتئ .
- د خپلو جامو د پاکوالي خيال ساتئ و عطر لګوئ ، مسواک مه هېروئ او خپل ظاهر ته پام کوئ .
- غم ، سستي ، ناهيلي او حسرت پيدا کونکي کتابونه مه لولئ .
- په ياد لرئ چي د الهي عفوې لمن پراخه ده ، هغه توبه مني ، د بندګانو له جرمونو تېرېدل کوي او بدۍ يې په نيکۍ بدلوي .
- پر دين ، عقل ، صحت ، سترګو ، غوږونو ، رزق او اولاد د الله شکر ادا کړئ .
- ايا نه ده معلومه چي په خلکو کي کم عقله ، ناروغ ، زنداني ، فلج او مصیب ځپلی هم وي .
- د قران کريم په ملګري کي ژوند تېر کړئ ، هغه ياد کړئ ، د اورېدلو پر وخت ورته په ښه توجه غوږ شئ او تلاوت يې کوئ ، د غم او رنج په لېرې کولو کي دا تر ټولو مجربه نسخه ده .
- پر الله توکل کوئ ، معامله هغه ته سپارئ او حکم يې راضي کيږئ او پر دې باور وکړئ چي همغه ستاسو لپاره بس دئ .
- څوک چي پرتاسو تېری کوي هغه ته عفو کوئ ، څوک چي ستاسو سره اړيکې پرې کوي تاسو يې مه غوڅوئ ، څوک چي مو بې برخې کوي تاسو هغه عمل مه ورسره کوئ ، چي بد کوئ زغم کوئ ، تاسو به تل خوښ اوسئ .
- لاحول و لا قوة الا بالله بيا-بيا واياست ، په دې سره مو سينه خلاصيږي ، د وخت سمون په کيږي ، بار سپکيږي او الله راضي کيږي .
- استغفار زيات واياست په روزي کي پراخي ، اولاد ، ګټور علم او اساني درته پيدا او ګنا کميږي .
- پر خپل شکل ، وړتيا ، ګټې او اهل و عيال قناعت کوئ تاسو به ډاډمن او نيکبخت ياستی .
- پوه شه چي له سختي سره اساني مله وي ، له غمونو سره خلاصون وي ، يو حال تل نه وي ، زمانه اوړي را اوړي .
- نېک فال اخله ناهيلی کېږه مه ، له خپله ربه د ښو اميد ساته او د هر خير او نيکي انتظار باسه .
- الله چي ستا لپاره څه مقدر کړي په هغو خوښ شه ، ځکه د هغه په مصلحت ته نه پوهېږې ، کله سختي تر اساني غوره وي .
- په مصیبت د الله او بنده تر منځ فاصله کميږي ، ته دعا کوه ، مصېبت کبر ، غرور او فخر ختموي .
- ته په خپله زړه کي د هغو نعمتونو خزانې يادې ساته چي الله درکړې دي .
- له خلکو سره ښه کوه او هغوئ ته ښه وړاندي کوه ، د ناروغ په پوښتنه ، بې وزله په مرسته او پر یتيم په شفقت ته ډاډمن کيږي .
- له بد ګومانۍ ځان ساتئ ، له ناوړه فکرونو خیالونه ځانونه خوندي کوئ .
- پوه شئ چي په ستونزو کي تاسو يوازي نه یاستئ ، له غم او فکره څوک هم خوندي نه دي ، سخت حالات د هر فرد په وړاندي راځي .
- يقين وکړئ چي دنيا د ازموينو ، ابتلاؤ ، غمونو او سختيو ځای دئ ، ځکه نو دا همداسي و منئ او له الله څخه مرسته وغواړئ .
- څوک چي وړاندي تېر شوي ، په بندو ، زندانو ، قتلونو ، مصېبتونو ، ابتلاؤ او سختيو په درشل کي وي د هغوئ په اړه فکر کوئ .
- چا ته چي غم رسيږي الله يې اجر ورکوي ، يعني رنج و غم ، لوږه و فقر ، ناروغي و قرض ، افات او مشکلات و مصایب چي چا ته رسيږي الله يې اجر ورکوي .
- پوه شئ چي ستونزې سترګې خلاصوي ، زړه ژوندی کوي ، نفس له خواهشاتو بند وي ، انسان ذکر کوي او ثواب زياتوي .
- د پيښو انتظار کوئ ، چي د غم يقين مو نه وي شوی پر افواهو او تورونو زړه بدي کيږئ مه .
- له کومو شيانو چي زياته وېره وي هغه نه کيږي ، د کومو چي ډېره هيله وي هغه نه پېښيږي ، الله کافي دئ ، همغه ساتونکی او مرسته کونکی دئ .
- له کين کښو ، سخت زړيو او چغلي کونکو سره مه کېنئ ، ځکه هغوئ د روح تبې دي ، خيري خپروي او د غمونو امبارونه راوړي .
- تل تحرېمه تکبير نيسه ، په مسجد کي زيات اوسه او خپل ځان ددې عادت کړه ، لمانځته ژر ځه نو به خوښ اوسې .
- له ګناهونو ليرې اوسه ، ځکه چي د غم او خپګان سبب دي ، د همدې له امله مو پر سرونو د افتونو سمندرونه په ځپو دي .
- لا اله الا انت سبحانک انی کنت من الظالمين تل وايه ، ځکه چي د ستونزو په اوارولو او د ازموينې په اسانه کولو کي دا دعا ډېره موثره ده .
- ستاسو په اړه چي کومه ناوړه خبره وشي ويونکي ته ستونزې زېږ وي تاسو ته نه ، له دې هيڅ اغېزمن نه شئ .
- که دښمن تاسوته په ښکاره بد وايي ، کينه کونکی ښکنځل کوي ، نو له دې ستاسو درناوی نور هم زياتيږي ، ددې معنی داده چي تاسو ارزښت لرئ ، ستاسو يادونه کيږي .
- پوه شه چي څوک ستا چغلي کوي خپلې نيکۍ تاته درکوي ، ستاسو بدۍ ختموي او شهرت مومۍ دا هم يو نعمت دئ .
- خالص توحيد خپل کړئ په دې سره سينه خلاصېږي ، څومره چي توحيد خالص وي هغومره عمل کي اخلاص وي او بنده نېک بختۍ ته رسوي .
- زړور ، عمل کونکی او ثابت قدم شه ، ستاسو سره همت او هوډ وي ، له مشکلاتو ، غنډونو او بې ځايه خبرې دي ستاسو د منزل په وړاندي غنډ نه شي .
- سخا کوه ځکه د سخي سينه پراخه وي زړه يې سم وي ، بخيل تنګ زړه ، غم ځپلی او د ناسمو افکارو خاوند وي .
- له خلکو سره په ورين تندي مخ کېږئ ، له هغوئ سره مينه کوئ ، نرمې خبرې ورسره کوئ ، عجزي کوئ ، نو به هغوئ ستاسو هم درناوی وکړي .
- د بدو په مقابل کي ښه ورسره وکړه ، له خلکو سره نرم سلوک کوئ ، دښمنۍ ختمې کړئ ، له دښمنانو سره سوله وکړئ او د دوستانو شمېر زيات کړئ .
- د نېک بختۍ له سترو دروازو يوه هم د مور و پلار دعا ده ، دا غنيمت و ګڼه څويې ستاسو لپاره له هرې بدۍ دعا ډال شي .
- خلک چي په کوم حال کي وي هغه ترې ومنه ، له هغوئ چي څه هېر شوي وي تر هغو ور تېر شه ، عفو او تېرېدنه الهي سنت دي .
- د نورو په شان مه کېږه ، بلکي حقيقت ومنه ، تاسو له خلکو ولي هغه څه غواړئ چي خپله يې نه شئ کولای ؟ ځکه نو عدل کوئ .
- ساده ژوند کوئ ، له بخل ، اسراف او بې ګټې خرڅې څخه ځانونه ساتئ ، بدن چي څومره پنډيږي روح کمزوری کيږي .
- په بېلا-بيلو ځايونو کي د ذکر اهتمام کوئ ، ځکه دا تاسو خوندي کوي ، په دې کي هغه خير او شېګڼه ده چي ستاسو ورځ به ښه وي ، د کارو لپاره مهال وېش وټاکئ ټول په يوه وخت کي مه کوئ ، خو په وقفه-وقفه يې کوئ تر منځ يې ارام کوئ څو په ښه ډول کار پای مومي .
- په کور ، مال ، اولاد ، مسوليت ، صورت او شکل کي هغه چا ته پام کوئ چي تر تاسو کم وي ، څو پوه شئ چي تاسو تر زرګونو ستر ياستی .
- په دې پوه شئ چي ورور ، خور ، زامن ، دوستان او ملګري له هر چا سره چي ستاسو اړيکې وي هغه له عیبه خالي نه دئ ، ځکه نو ټول چي څرنګه وي هغمه سي يې قبول کړئ .
- څومره وړتيا چي لرئ ، په کومه پيمانه علم چي لرئ ، څومره روزي چي در کول شوې ده او څه کار چي تاسو ته مناسب وي هغه ټول په مناسب ډول وکړه .
- پر خلکو او ډلو جارحانه حملې مه کوه ، ژبه خوندي ساته ، ښه خبره کوه ، خواږه الفاظ او جملې وايه ، چا ته هم زيان مه رسوه .
- په زغم عيبونه پټيږي ، په عفو کولو پر تېروتنو پرده لويږي ، سخا يوه ستره جامه ده چي عیوب او کمزورۍ پرې پتيږي .
- يو ګړی يوازي شه په خپلو چارو کي غور و فکر وکړه ، له خپل ځان سره حساب وکړه ، د اخرت په اړه سوچ وکړه ، خپل ځان اصلاح کړه .
- ستاسو د کور کتابتون ستاسو لپاره شين بڼ دئ ، په هغه کي له پوهانو ، حکيمانو ، اديبانو او شاعرانو سره سيل په کي وکړه .