لنډه کيسه
دسپرلي تازه هواوه ښکلي ښکلي ګلان راټوکيدلي وه ميده ميده باران اوريده وخت مازديګرؤاوديوښکلي وني لاندي ناست وم اودبلبلانواوازونه مي اورېدل چي ناڅاپه مي تليفون ته زنګ راغی کله چي مي تليفون دجېبه راوه يستی اود اوکې تکمه مي کښېکاږله نوزما ديوخوږملګري اجمل جان ږغ مي واورېدی نو سلام مي ورواچوه اوله سلام وروسته مي ترې وپوښتل چي اجمل جانه چيري ېی چي نه معلومېږي اجمل جان په جواب کي راته وويل چي هم دلته په کلي کي يم نو ما ورته کورته دراتلو بلنه ورکړه اجمل جان وويل چي ښه دی انشاء الله ماښام ته به درشم ماښام هم کرار کرار راروان ؤ زه دخپله ځايه راپاڅېدم او کورته راغلم دماښام دلمانځه نه وروسته اجمل جان هم راغلی په کوټه کي سره کښېناستلو ډوډۍ اوچای موسره وخوړلې او وروسته مي حال احوال تري وپوښتی او ورته ومي ويل اجمل جانه داډېر وخت نه معلومېدلې چېرته وې اجمل جان راته وویل له تا څخه څه پټه په ژوند کي مي هره خبره درته کړې ده اونن به یې هم درته کوم غوږشه ....
دکمي ورځي څخه چي پلارمي دمسکا دسمال کورته راوړی دهغې ورځې راهسی مي خوب ورک دی دا ځکه چي زه يوښوونکی يم او۴۵۰۰ افغانۍ معاش لرم اودمسکا دپلار۷۰۰۰۰۰ افغانۍ پوروړی يم خدای پاک دي دمسکا دپلارسره ښه ونه کړي اول ېی نه راکوله اوس چي يې راکړه نو۷۰۰۰۰۰ افغانۍ يې ولورراباندي کښېښود اوس نومجبوريم چي دکليوالودشرمه له دې پورنه ځان خلاص کړم ما ورته وويل چي اې هلکه مانه وه درته ويلي چي دابارډېردروند دی اوته يې نه شې پورته کولای خوستا زړه دميني په اورکباب ؤ او زما دي نه منل اوس څه کول غواړې اجمل جان وويل چي ديوې خوا مي پلارسپين ږيری دی کارنه شي کولای اوبل داچي ديو ښوونکي په معاش دا ولورنه سي خلاصېدلای نومجبوريم چی دولوردخلاصېدولپاره وغلاته مخه کړم اوپه ښوونځۍ کي به خپلي دندي ته استعفا ورکړم ما ورته وويل اجمل جانه غلا ډېرخراب کاردی دکلي لوی او واړه به دي په بد نامه يادوي او بل دا چي په تا باندي دښوونکي مقدس نوم ياد دی که چېري خدای ج مه کړه ته غلا ته مخه کړې نو دښوونکي دمقدس نامه هم سپک والی دی اوستا له پاره هم دزندان او مرګ خطردی اجمل جان راته وويل چي خيردی ته خفه کېږې نو زه به دا کار نه کوم او يوه بله لار مي سته مجبوريم چي هغې ته زړه ښه کړم ما ويل هغه کومه لارده اجمل جان وويل چي ايران ته په سفر ځم ترهغو پوري به کلی ته نه راځم ترڅو چي مي دمسکا دولور پيسې نه وي پيدا کړي په درې څلور کاله کي خوبه يې پوره کړم ما ورته وويل چي دالار ترغلا ښه ده اجمل جان وويل بس سبا دخيره سره دخپلي مور څخه اجازه اخلم او اېران ته روانېږم ماخوبه وېل چي ټوکي به کوي خو داسي نه وه سبا دخيره اجمل جان دمورنه پټ داېران په سفر روان سوی ؤ دا چي اجمل جان دمور و زوی ؤ او مور بېچاره يې کور په کور کلي په کلي پسي ګرځي او د اجمل جان پوښتنه کوي او بالاخره ماته راغله او هم خپلي سترګي پټي کړې او زړه مي کلک کړ او ورته ومي ويل مورجاني اجمل جان ايران ته دمسکا د ولور له پاره تللی دی تر څو چي د مسکا دپلار دپوره ځان خلاص کړي داجمل جان مورچغي کړې او وي و ېل ياالله ج ته زما د زوی مل سې او خير ورپېښ کړې داجمل جان مور نو نور داجمل جان په غم کي شپې تېروي حال داچي اجمل جان هلته داېران هيوادته رسېدلی دی او کله چي دخپلو نورو ملګرو سره داېران خاوري ته داخل سوی دی نودڅه مزله وروسته داېران دحکومت سره مخامخ سوی دی اود اېران پوليسو د درېدلو امر پرکړی نور انډيوالان يې درېدلي دي خوداجمل جان په زړه کي د مسکا د ولور غم ؤ درېدلی نه دی او په منډو يې شروع کړې ده په دې وخت کي داېران ديو ظالم سپاهي له خوا ډزي پري سوي دي او اجمل جان د اوږو په منځ کي لګېدلی دی په داسي حالات کي چي داسمان مخ تورو ورېځو پټ کړی ؤ او ميده ميده باران په اورېدوشروع کړې وه ته وا اسمان د اجمل جان د حاله خبرؤ او اوښکي يې پرې تويولې داېران ظالم حکومت دڅو شپو نه وروسته داجمل جان جنازه دهغه ملګروته ور تسليم کړه او د اجمل جان ملګرو د څو ورځومزله وروسته د اجمل جان جنازه کلي ته راوړه او دکلي ټولي لاري سپېرې ښکارېدلې دکلي دکورونونه دسهارد ډوډۍ د پخولو لوګي پورته کېدل چي د اجمل جان د مرګ اواز په کلي کي خپور سو د کلي ټول خلک د اجمل جان د کور په لور ورغلل او اجمل جان يې د مرګ په بستر وليد چي رنګ يې تک زېړ اوښتی ؤ او مور یې په چيغو چيغو ژړل په داسي حال کي چي د مورسوي چيغي يې هيچا هم نه سوې اوريدلای او بل دا چي مسکا کله د اجمل جان د شهادت نه خبره سوه نو د اجمل جان غم يې په ژوند کي نه سو ليدلای دخپل پلار په کور کې يې خپلي غاړي ته زندۍ اچولي وې او خپل ځان يې پانسۍ کړی ؤ او د یو سپين کاغذ دپاسه يې داسي پيغام ليکلی ؤ هر څوک چي خپله لور او يا خور د زياتو روپو په مقابل کي خرڅوي آخري انجام به يې هم داسي وي ليکونکی: عبدالوهاب [توخی ]