پښتون او شرم

هغه وخت موږپه باجوړ کي اوسېدو چي زه مي دپلار په دوکان کي ناست وم او یو مېلمه راغی مشرسړی ؤ پوښتنه يې رانه وکړه دادوکان دچادی؟ د خپل پلارنوم مي ورته یاد کړ چي دهغه دی مېلمه سمدستي لمبه غوندي سو رنګ یې بدل سو او دډېر قهر نه یې لاړي وتوکلې . بیا یې وویل :ته خو ما مخ کي نه وې لیدلی چېرته دي وخت تېرکړی چي دومره بې شرمه سوی یې؟ زه پوه سوم چي دهغه مطلب څه او غصه یې دڅه له پاره وه ما باید دخپل پلار نوم نه وای یاد کړی دیو پښتون ماشوم له پاره دخپل پلار نوم يادول شرم دی دمور نوم په خوله را وړل خو نه تصورکېدونکی شرم. همدغسي د ښځي له پاره دخپل خاوند او خاوند له پاره د خپلي ښځي نوم یادول شرم دی .هغه ټو که خوبه مو اورېدلې وي چي دیوې ښځي دخاوند نوم رحمت الله ؤ نو چي کله به یې لمونځ پای ته ورساوه او سلام به یې ګرځوه د رحمت الله په ځای یې پکي دخپل زوی نوم یادوه اسلام علیکم د عزیزالله پلاره ، اسلام علیکم د عزیزالله پلاره . ایا کله مو فکر کړی چي پښتون په خپل ورځني ژوند کي د څومره شرمونو سره مخ دی ؟ که مو دڅو دقیقو له پاره فکر وکړ ښایې درته معلومه سي چي پښتون اصلاً د شرم نه جوړ سوی دی . زه یې درته وایم او تاسي یې شمارﺉ:ـ

د پلارنوم يادول شرم

دمور نوم یادول شرم

د خاوند نوم یادول شرم

د مېرمن نوم یادول شرم

پوښتنه کول شرم

د خپلي غلطۍ منل شرم

د بل استعداد ستایل شرم

د خپل قوم قبیلې غلطو اعمالو ته غلط ویل شرم

د بل قوم قبیلې ښو اعمالو او ارزښتونوته ښه ویل او منل یې شرم

د بلي کورنۍ د غړو ښو اعمالو ته ښه ویل او پلوي یې کول شرم

ذده کړه کول شرم

د بل نیوکه او تنقید اورېدل شرم

د خپلي ستونزي په اړه چا سره مشوره کول ښرم

خپلي داخلي روغتیایې مسلې ډاکتر ته ویل شرم

د زړه خبره کول شرم

خپل فکر او خوښۍ په آزادۍ سره څرګندول شرم

عمل کول شرم (خولافي وهل باداري)

خپل بدني او فکري کمزوري منل یا یې په اړه خبره کول شرم

خپلو شخصي او قومي جهالتونو ته جهالتونه ویل شرم

دفطري ضرورتونو(د بېلګی په توګه جنسي اړيکو ) په اړه خبري کول شرم

د دوستانو او خپلوانو په اړه معلومات په کور کي شریکول شرم

د ښځینه خپلوانو (خور، مور، مېرمن) سره داسي چلند کول لکه هغه چي شرم وي

په نړۍ کي د کوم نوي پرمختګ نه ځان خبرول او پري پوهېدل شرم

د دښمن سره سوله کول شرم

دوست ته ریښتیا ویل شرم

هنر (موسیقي، فلم او نور) شرم

کسب شرم

خدمت شرم

چاته بخښنه کول شرم

مزدوري کول شرم

مرسته غوښتل شرم

په نکاح کي شرم

سپورت او لوبي کول شرم(خو جنګ کول ویاړ)

بې څادره ، بې خولۍ او بې پټکي کېدل شرم

او آن تردې چي د ځینو خلکو دپاره بې نسوارو کېدل شرم دی .

دزېږېدونه تر مرګه د پښتون ژوند دشرم په دايره کي راچورلي .ګوټ په ګوټ د شرمونودامونه خواره دي چي پښتون یې پکي د هرڅه نه ګير کړی دی –دا دپښتون شرم،دادپښتو شرم او دایې دپښتونوالي شرم دې دومره ډېروشرمونوپښتون او پښتانه بې حده بې سرحده شرمولي دي خو په دې اړه خبره کول هم شرم دی . خو هغه اعمال چي شرمېدل پرې په کار دي د پښتنو د شرمونوپه بوجۍ کي نه سته یو څو ترې دادي :-۱ ګرده نړۍ کي خلک په دې شرمېږي چي بې علمه او وروسته پاتي سي خو پښتون پرې ویاړي .۲ ګرده نړۍ کي هغه کلي او سیمه شرمېږي چي ښوونځۍ او روغتون ونه لري خو پښتون د خپلي سيمي ښوونځی او روغتون په خپله سوځوي او ورانوي دنړۍ تمام خلک دخپل هنر په نه درناوي شرمېږي خو پښتانه په بې شرمۍ خپل هنر له منځه وړي .۳ د نړۍ قامونه چي کوم تاریخي اثار پیداکړي نو اوږد تحقیق پرې وکړي بیا ځان یوې نتیجې ته ورسوي ،پښتانه چي خپل تاریخ په راکټونو وولي نو چیغه کړي چي موږ تاریخ لرو .۴ دنړۍ نور خلک کوښښ کوي چي ښځي د ژوند په ټولو چارو کي شریکي کړي چی دژوند منډه آسانه او ښکلې سي پښتانه یې په بې شرمۍ خرڅوي او د ګډو وزو په څېر یې له یو بل سره بدلوی را بدلوي .۵ دنړۍ خلک ژوند د قانون له مخي او رابطې په ژبو کوي ؛ پښتانه ژوند په ژبه (پښتو) او رابطې په بې قانونۍ کوي .۶ د نړۍ خلک کوښښ کوي چي خپل مذهبونه د خپلو قومي او سیاسي ګټو له پاره وکاروي ، پښتانه دنورو مذهبونه د خپل قوم او سیاسي ګټود له منځه وړلوله پاره کاروي. او بیا هم هرڅوک سینه ډبوي او په دې ویاړي چي پښتون دی .۷ زما په فکر د ویاړ ځای به هغه وي چي پښتون د دې غیري نورمال حالت نه را ووزي ، په ځان او خپله ټولنه کي د بدلون فکر وکړي او د یو نورمال انسان په څېر ژوند جوړ کړي . هله به ملت ، وطن او ټولنه هم جوړه سي . ددې کرښو لوستونکیه ! ایا تا کله په دې اړه فکر کړی ؟ که هو نوتا د یوبهتر ټولنیزژوند په لورقدم اخستی دی . که نه نو تا له شرم په کار دی !          لیکوال : عبدالله جان مومند کويټه