خطرناکي غلطۍ!

۱- په دغه نیت چي خراب کار درې څلور ځله وکړې او بیا یې پرېږدي.

۲- خپل راز چا ته ویل او د پټ ساتلو هیله کول.

۳- امتحان سوي امتحانول.

۴- خپل ځان تر ټولو لایق او عقلمند تصور کول.

۵- هر خوږ ژبي ته د دوست په سترګه کتل.

۶- چي کم کار په خپله نه سي کولای نورو ته هم ناممکن بلل.

۷- په بې کارۍ د آینده لپاره خیال پلو وهل او خوشحاله اوسېدل.

۸- د خپل مور او پلا رخدمت نه کول او د اولاد څخه توقع لرل.

 

 

راټولونكى :- عبدالمالک افغان