مور
موري چي زړګى دي ازار نه كړمه
خپل ژوندون به هيڅكله خوار نه كړمه
ستا دُعا دي ما ته سي ډيوه د لاس
بې له دې رڼا تلل په لار نه كړمه
تا ته به په كومه ژبه مور وايم
سر چي ستا له ميني نه جار نه كړمه
ځان ته به هيڅ حق د ژوندون ور نه كړم
شپې چي دي خدمت كي سهار نه كړمه
ټوله ورځ كه سر پر زنګون كښېنمه
موري ستا حقونه به شمار نه كړمه
ستا خبري ټولي نيكمرغي ګڼم
ځكه خو پردېس ترې انكار نه كړمه
۷\۵\۱۳۸۴
د مور د نړيوالي ورځي په مناسبت
ددلاورپردېس دوه شعرونه
بېلتون
هغه ښايسته او نازولى اشنا
زما په غم كي زوريدلى اشنا
چي د بېلتون شېبه مو منځ كي راغله
په چيغو چيغو ژړيدلى اشنا
په دې خاطر چي ما له اوره خلاص كړي
پر د ښتو غرونو ګرځيدلى اشنا
ځكه دُنيا سوه د غمونو ډکه
چي پكښې نسته زما ښكلى اشنا
د پردېس زړه ته به قرار رانه سي
چي سو تنها ورڅخه تللى اشنا
٤\٥\١٣٨٦