هلمنديوځل بياوځلېد

دروان كال ددلوي پر(۱۶)نېټه دايران اسلامي دولت د(قوم)په ښاركي دګڼ شمېرديني عالمانو،حافظانواوقاريانوترمنځ يوه سيالي جوړه سوه چي په پايله كي يې افغان قاري محمدعلي خسروي دوهم مقام خپل كړ

يادي څرګندوني خسروي صفارمجلې ته په يوه ځانګړي مركه كي وكړې خسروي دامقام په داسي حال كي هلمندولايت ته راوړچي ګڼوهلمندي ځوانانودژوندپه نوروبرخوكي يادولايت ته لومړى اودوهم مقامونه راوړي دي دخسروي په ويناچي پدې سيالۍ كي دوه اويا(۷۲)اسلامي هيوادونوګډون درلود

خسروي په سيالۍ كي قضاوت ډېرعادلانه وبلى دده په وينا چي دنړۍ ډېره پرمخ تللې ټكنالوجي پكي كاريدل ځكه پكي دهرډول بې انصافۍ مخه نيول سوې وه

سيالي څلورورځي دوام درلوددسهارپه لمرختوسره پيل اوبياماښام په خړه كي پاى ته رسېده

خسروي ددولت اوملي تجارانوڅخه ګيله لري دده په ويناچي دمرستي ژمنه يې ورسره كړې ده خوتردامهاله يې په خپلوكړوژمنووفانه ده كړې  دغوښتنه وكړه چي دولت اوتجاران بايدپه خپل ژمنوعمل وكړي

دمركې په پاى كي خسروي پرټولوهيوادوالوږغ وكړچي په خپلوماشومانوبايدديني اوعصري زدكړه وكړي ځكه چي دعلم زدكړه پرهرمسلمان نارينه اوښځينه فرض ده نولازمه ده چي جدي پاملرنه ورته وسي

ديادوني وړده چي تېركال هم قاري محمدعلي خسروي په ټول هيوادكي دقرآت په سيالۍ كي لومړي مقام اوافتخارهلمندته راوړو

راپورليكونكى   ځلاندكاكړ