د نوروز د ورځي تعظيم  په  اسلام  کښې نارواه  دی

 د احاديثو او فـقهي د معتمدو کتابونو څخه په  دلائلو مدلل سوي او په  حوالو مکمل

 سوال:  نوى كال پر را رسېدو دى زموږ  د معاشرې ځيني كسان خاص بيا د ځوانانو طبقه  دغي ورځي  ته  خوشحالی كوي او ځيني كسان بيا د دغې ورځي د لمانځلو لپاره مزاري شريفي ته د سخي جان  زيارت  ته ځي،  او هلته  دغه  ورځ لمانځي ايا د شريعت او اسلام د نګاه څخه د دغي ورځي لمانځل سته كه يا؟

الجواب: په زمانه كښي د جاهليت يعني د اسلام  د دور او زمانې څخه مخكي د مدينې منورې خلګو د خوشحالۍ د لمانځلو لپاره دوې ورځي مقررې درلودې په دغه  دوو ورځو كښي به دوى خوشحالۍ كولې او په لهو او لعب كښي به مشغوله  وه، يوه د نوروز  ورځ وه  دوهمه  د مهرجان  ورځ وه. د نوروز ورځ د حمل اوله ورځ  ده چي لمر د حمل په برج كښې داخلېږي اود مهرجان ورځ د ميزان اوله ورځ ده چي لمر د ميزان په برج كښې داخليږي  په  دغه دوو ورځو كښې هوا معتدله وي موسم برابر وي شپه او ورځ سره برابره وي يوه ورځ چي نوروز ده د موسم بهار او سپرلي ورځ ده او دوهمه ورځ چي د ميزان اوله ده د موسم خزان ورځ وي، نو د وخت حكماوو او عقلمندانو دغه ورځي د خوشحالۍ لپاره مقرري او ټاكلي وې.  په ابتداء كښي د اسلام صحابه كرامورضی الله عنهم  د هغه  عادت او رواج موافق په  دغو ورځو كښي د خوشحالۍ مراسم جوړول وغوښتل نبي كريم0 دوى په سختۍ سره منع كړل او د دين اسلام د تكميل تر اصولو لاندي يې دوى ته د خوشحالۍ د جوړولو  لپاره نوري دوې ورځي د الله' په حكم سره مقرري  كړې.  يوه  دكوچني اختر ورځ بله د لوى اختر ورځ يعني عيد الفطر، او عيد الاضحْى.
نو معلومه سوه چي د مسلمانانو دين  يو كامل او مكمل دين دى د غم او خوشحالۍ لپاره خپل اصول او خپلي معلومي او خاص  ورځي لري، په سورة آل عمران كښي الله' فرمايې :

( هر هغه كس چي د دين اسلام څخه ماسوا بل دين او د بل دين په اصولو او رسمو او رواجو پسې روان  وي او د هغو په خرافاتو كښي اخته وي دغه بل دين الله' د ده څخه نه قبلوي او په آخرت كښي به دى د تاواني او په زيان اخته خلګو څخه وي )  دغه آيت او حديث شريف موږ ته دغه لاره او نصيحت په لاس راكوي چي د غير مسلمينو خلګو په اخترو كښي  او د دوى په خوشحاليو كښي شركت كول او بيا د هغه لمانځل او د هغو تعظيم كول  دا سخته اولويه ګناه  ده او د دغې ورځي لمانځل د جاهليت د زمانې د خلګو رسم او رواج او عادت ؤ، او بله  خبره  دا ده  چي د الله 'پېغمبر0 چي د يو كار څخه موږ منع كړو نو دهغه  په نه كولو كښي خير دی بايد پر سر او سترګو باندي يې موږ ومنو.حتی تر دې  چي ځيني علماوو د دغې ورځي د تعظيم كوونكو لپاره سخت سخت حكمونه په فتاوْى وو كښي ليكلي دي.

اول:  ابو حفص كبير رحمة الله عليه حنفي المذهبه عالم فرمائې :  كه كوم شخص د نوروز  د عظمت او توقير  او د لمانځلو په خاطر او نيت سره ومشركينو ته په تحفه كښي هګۍ ور واستولې لكه څنګه چي دا د  هغو د لمانځلو طريقه وه د هغه شخص د اسلام څخه د وتلو خطره ده او د هغه اعمال نيست او نابوده كيږي.

دوهم:  قاضي ابو المحاسن حسن بن منصور رحمة الله عليه فرمائې: كه چا په دغه ورځ د دغې ورځي د لمانځلو او تعظيم په خاطر هغه شيان رانيول چي په نورو  ورځو کښې يې نه رانيول هغه سړى كافر كيږي، او كه يې داغسي رانيول  د دې ورځي تعظيم او لمانځل يې مقصود نه وه خو بيا هم  د تشبه په خاطر دکراهيته څخه خالي نه ده .بايد انسان په دغه ورځ كښي په اعتدال سره وه اوسېږي،  نه غم وکړي او نه خوشحالي بلکي  د نورو ورځو په شان  دا  هم يوه ورځ ده تېره به سي.

دريم : په فتاوْى ذخيره ، او عمدة الاسلام ، او  نوادر الفتاوى،  فتاوی قاضيخان ،  ردالمحتار،  درالمختار، فتاوی عالمګيري،  فتاوی بزازيه،  مجمع الانهر،  مالابد منه،  خلاصة الفتاوی،  مرقات،  فتاوی محموديه، الموسوعة الفقهية، او مبسوط  وغيره  كښي هم  د نوروز  د ورځي پر لمانځلو او تعظيم كولو باندي سخت رد راغلى دى.

مسلمانانو ته په كار ده چي د خپل شريعت د خپل ثقافت د خپل پېغمبر0د سنتو او د خپل لوى او عظيم شناخت او پېژندني حفاظت وكړي، او د غير مسلمو اقوامو د تقليد او ړندې  پېروۍ څخه پرهېز وكړي، او په كامل او مكمل طريقه سره په اسلام كښي داخل سي، او د اسلام د دين اسانه حكمونه راخپل او عملي كړي.

 

لاندي عبارات دفقهي او احاديثو دکتابونو مطالعه کړی نو حقيقت به معلوم سي .

  عَنْ أَنَسٍ، قَالَ: قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا، فَقَالَ: مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟ قَالُوا: كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِي الْجَاهِلِيَّةِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا: يَوْمَ الْأَضْحَى، وَيَوْمَ الْفِطْرِ "رواه ابوداود.

قال أبو حفص الكبير الحنفي : من أهدى في النيروز بيضة إلى مشرك تعظيما لليوم فقد كفر بالله تعالى وأحبط أعماله وقال القاضي أبو المحاسن الحسن بن منصور الحنفي من اشترى فيه شيئا لم يكن يشتريه في غيره أو أهدى فيه هدية إلى غيره فإن أراد بذلك تعظيم اليوم كما يعظمه الكفرة فقد كفر وإن أراد بالشراء التنعم والتنزه وبالاهداء التحاب جريا على العادة لم يكن كفرا لكنه مكروه كراهة التشبه بالكفرة حينئذ فيحترز عنه اه

وفی مجمع الانهر فی شرح ملتقی الابحرويكفر بخروجه إلى نيروز المجوس والموافقة معهم فيما يفعلونه في ذلك اليوم وبشرائه يوم نيروز شيئا لم يكن يشتريه قبل ذلك تعظيما للنيروز لا للأكل والشرب وبإهدائه ذلك اليوم للمشركين ولو بيضة تعظيما لذلك اليوم .

وقال ابن عابدين فی ردالمحتار : (قَوْلُهُ وَالْإِعْطَاءُ بِاسْمِ النَّيْرُوزِ وَالْمِهْرَجَانِ) بِأَنْ يُقَالَ هَدِيَّةُ هَذَا الْيَوْمِ وَمِثْلُ الْقَوْلِ النِّيَّةُ فِيمَا يَظْهَرُ ط وَالنَّيْرُوزُ أَوَّلُ الرَّبِيعِ ـ وَالْمِهْرَجَانُ أَوَّلُ الْخَرِيفِ وَهُمَا يَوْمَانِ يُعَظِّمُهُمَا بَعْضُ الْكَفَرَةِ وَيَتَهَادَوْنَ فِيهِمَا.

 

دکتابو حوالې لاندي ملاحظه کړی

 

)الدرالمختار علی هامش ردالمحتار ج ۵ ص ۵۳۲  مسائل شتی  مکتبه رشيديه،   البزازية علی هامش الهندية ج ۶ ص ۳۳۳/ ۳۳۴ السادس فی التشبيه مکتبه رشيديه،   فتاوی محموديه ج ۱۹ ص ۵۷۵ باب الموالات مع الکفار والفسقة،   مالابدمنه ج ۲ ص ۳۹۹/ ۴۰۱،   ستاسي مسائل او دهغه حل ج ۸ ص ۱۲۶اردو،   اصلاح العادات ص ۱۳۱،   مرقات المفاتيح ج ۳ ص ۴۹۰ مکتبه حبيبيه، مجمع الانهر فی شرح ملتقی الابحر ج ۲ص ۵۱۳ الخامس فی المتفرقات،   فتاوی قاضيخان علی هامش الهندية ج ۳ص ۵۷۷ کتاب السير  باب مايکون کفرا من المسلم وما لايکون .مکتبه رشيديه،  خلاصة الفتاوی ج ۴ص ۳۸۷ مکتبه رشيديه،  الفتاوی الهندية ج ۲ص ۲۷۶/۲۷۷ مکتبه رشيديه، مشکواة المصابيح ج ۱ ص ۱۲۶ مکتبه علوم دينيه (

دارالافتاء مدرسه عربيه اسلاميه رحماني جامع مسجد شهيد غلتان لښکرګاه

۰۷۰۸۳۱۹۱۷۹            ۰۷۵۳۰۱۱۲۹۰