دنبوي دربارتکړه اونوښتګرشاعرحسان بن ثابت ليكونكى :محمدنعیم افغان
داسلامي تاریخ زرینه غېږدداسي پیروانوله کارنامو،داستانونو،ویاړونو،پنځونواونوښتونوډکه ده چي بیان اومطالعه یې دهرلوستونکي دتعجب سمندردومره پراخ اوژوروي چي دهراړخ په لمبلویې څېړونکي اومحقیقین دانتهاساحل ته نه دي رسېدلي،هلته که دمېړنواوتوریالیواتلولي سته،نودپوهانوکمی هم پکي نه سته،هلته که څېړونکي اوهڅاندي څېرې موندل کيږي نوداختراع اونوښت ډګرهم تش نه دی پاته اوداسلامي تاریخ په پراخه غېږکي که دخالدبن ولید،مثنی بن حارثه،عبیده بن جراح،عمروبن العاص،محمدبن قاسم،صلاح الدین ایوبي، محمودغزنوي اواحمدشاه ابدالي په څېردجهادي ډګرننګیالي ترستوګوکيږي نودشعراوادب په میدان کي هم دحسان بن ثابت،عبدالله بن رواحه،قعقاع بن عمرو،لبیدالعامري،عامرالطفیل اوعمروبن معدي کَرَبْ رضی الله عنهم په څېرظریف،باریک بین اوپنځونکي شاعران هم موندل کېږي خوحسان بن ثابت رضی الله عنه دنبوي دربارهغه شاعردی چي دخپل ذهني ځواک په مټ یې له یوې خوا تل په فرهنګي ډګرکي دوخت دغلیمانوتبلیغاتي یرغلونه پرشاتمبولي،هغوئ ته یې دشعرپه ژبه غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړي اوله بلي خوایې درسول الله صلی الله علیه وسلم دنېکمرغه رسالت،داسلام دمبین دین پرحقانیت اوداسلامي ټولني پرښېګڼوداسي ترانې زمزمه کړي چي دشعري فن له ټاکلواصولوسره سم یې دمعیارلوړه کچه خپله کړې،دهنراوتخیل په نړۍ کي یې شعري باریکۍ داسي ترکیب کړي چي داورېدونکواحساسات خوځوي،دخیال په ژبه یې دحقیقت په رمزونوپوهوي اوعادي حقائق په داسي بڼه ورته وړاندي کوي چي شاعرانه تخیل دواقعیت پرپخوبنسټونودروي .
یوې بیلګي ته به یې غوږسو:
اللهُ أَكْـرَمَنـا بنصـرِ نـبـيـهِ ---- بـونـا أقـامَ دعائـمَ الإسـلامِ
وَبِنـا أَعـزَّ نبيـَهُ وَكِـتَـابـَهُ ---- وَأَعَـزَّنَـا بِالضَّـرْبِ والإقـدامِ
ژباړه : موږته الله دخپل نبي په مرسته عزت راکړ،موږداسلام ستني ودرولې،په موږیې خپل نبي اوکتاب قدرمن کړاوموږیې په ګوزار اوګام اوچتولو ونازولو.
داد نوموړي له پاتي اشعارو يو مثال دی چي ښاغلي حسان (رضی الله عنه ) پکښي په ډېرو لنډو او حسينو کلمو دا حسين حقيقت خلکو ته ښودلی چي موږ که په دنيا کښي د کومي دنيوي رتبې خاوندان نه يو مګر په حقيقت کښي موږ داسي کارنامې کړي چي راتلونکې نړۍ به ګوته په غاښ ورته پاته سي ، نوموړي په خپل شعري کلام کښي پردې خوښي ښودلې چي دو ی د خپل نبي محمد (صلی الله عليه وسلم ) تر څنګ ولاړ او د خپل قرآن او دين ننګه کوي ، ورسره په څنګ کښي ښاغلي حسان د خپلي حسيني شاعرۍ يو بل کمال هم وړاندي کړی او صرف په دوو ټکو کښي يې د مسلمانانو دپوځي پياوړتيا يادونه هم کړې ، د خپل غيرت رمز يې ښودلی او د جهاد لار یې د عزت منزل ښودلی دی .
موږ به د حسان رضی الله عنه او نورو مومنو شاعرانو پر دې له حقيقته ډکه شاعرۍ څه وليکو ؟ او نه پرې د څه ليکلو جوګه يو ، يقيناً موږ چي ديوه داسي مومن شاعر دا سي مومنه شاعري لولو د شرم احساس به څرنګه نه کوو ، هغه چي د تاريخ په ډېرو ترينګلو حالاتو کښي يې د اسلام شمعه بله وساتله او د پتنګ په څېر يې ځانونه پرې قربان کړل ، د دې ښاغلو شاعري موږ ته صرف او صرف دا پيغام راکوي چي راځئ ! د اسلامي ټولنې مخکښان او سالاران وپېژنو ، د پرديو د تقليد پر ځای په هرڅه کي دخپلوصالحواسلافوتګلاره اوطرزعمل دبصیرت په رڼاکي تعقیب کړو، هغوئ وپېژنو په کارنامواوسرښندنویې ځان خبرکړو،داسلامي ټولنې هرفردته دخپل اسلامي اوملي تاریخ هغه نومیالي ورپه ګوته کړو چي دعلم اوپوهې په ټولوشعبوکي یې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي .
زموږپه ټولنه کي ځيني هغه کسان چي اسلامي تاریخ یې نه دی لوستی اویادپردیوتراغېزلاندي سوي چي مسلمانان دادب اوهنرپه ډګرکي هیڅ نه لري که چاپه دې برخه کي کارکړی نوهم له غربي اویانوروپردیو ټولنو متاثرسوي موږورته وایوچي ښه بېلګه یې دنبوي دربار په وتلوګڼوادبي څېروکي دحسان بن ثابت رضی الله عنه ځلانده اوروښانه نوم دی که نبوي سېرت اواسلامي تاریخ مطالعه کړئ نوداسلامي دین له پیله هم داسلام مخالفوځواکونوپه فرهنګي ډګرکي پراسلامي ټولنه هم هغسي یرغلونه کول لکه په نظامي ډګرکي چي یې کول اومسلمانانوهم نه یوازي په دواړوډګرونوکي په کلکه دخپل ځان دفاع کړې بلکي په دواړومیدانونوکي یې پرغلیم داسي ګوزارونه کړي چي پروخت یې دهغه هره دسیسه شنډه کړې اوله خاوروسره خاوري کړې ده . داموږته راپرزړه کوي چي فرهنګي جهاد،علمي اوادبي هڅي هم دومره اهمیت لري لکه پوځي اوسیاسي کومه ټولنه چي په فرهنګي ، علمي اوادبي اعتبارترنورو شاته سوې هغه دله منځه تلوله قوي ګواښ سره مخ سوې ده .
که زموږ مسلمان او په خاص ډول پښتانه فرهنګیان داسلامي تاريخ دا باب وپلټي او نور نو دا پټه او ارزښتناکه خزانه پټه ونه ساتي ، په دې لار کښي ور د غاړي مسئوليت په سم ډول ادا او ترسره کړي نو دا که له يوه لوري زموږددټولنې پرذهني تنویر،فکري ودې، ، دنویوذوقونوپرپنځولواوپه مجموع کي دپردیوله خواپه بېلابېلونومونودپیل سوي فرهنګي یرغل د مخنيوي په لار کښي ګټور تمامېدلای سي ، له بل پلوه زموږ د اسلامي او ملي کولتورپه غوړېدلو کښي هم يو نه پټېدونکی رول لوبولای سي .
هغه څوک چي دداسي کارونودترسره کولوپه مثتبوپایلواوګټورواغېزوپوهيږي هغوی بايد نور د فکر او خيال له نړۍ راووزي او ځان د عمل په ډګر کښي وځلوي ، په شعر ، نثر ، ادبي ټوټو او ... کښي د خپل اسلامي او ملي تاريخ دا روښانه باب لاهم روڼ او روښانه کړي ، موږ هم بايد د تاريخ په دې حساس پړاو کښي هغه رول ولوبوو لکه حسان ( رضی الله عنه ) چي د اسلامي تاريخ په ابتدا کښي ادا کړی وو ، موږ هم بايد د تاريخ په دې نازکه مرحله کښي د قعقاع بن عمرو (رضی الله عنه ) هغه تګلاره خپله کړو چي د اسلامي تاريخ په ډېر باريکو شيبو کښي يې غوره کړې وه ، موږ که د تاريخ په دې مرحله کښي د حسان بن ثابت ، قعقاع بن عمرو اوعمروبن معدي کَرَبْ يادونه نه سو تازه کولای نو دا بايد هرو مرو وکړو چي راڅخه مړه نه سي ،دا ډېوې د مړه کېدلو لپاره نه دي پيدا سوي که موږ هېر کړل يو بل قوم به يې بيا په وينه او قلم د ياد څلي يو ځل بيا تازه کړي . په همدې هيله