دكندهارپيښي ته
خزان ظالم دى زموږ دهيلوسپين تندي رژوي
مؤمنان وژني دښكلاوپسرلي رژوي
داحمدشاه غازي دښكلي كندهارپرلمن
سپين پښتانه نن بيا غربي داړمارسپي رژوي
څنګه سكوت وكړم اوڅنګه زړګى صبركمه
چي سركوزان دهوتكي بابا زمري رژوي
ميونده بيادي يودننګ غيرت اوازاوچت كه
پردي راغلي دايوب دننګ بچي رژوي
اه دمظلوم دي يې ترتوروخاورولاندي كي نور
زموږبې دفاع خلګ وحشيان په هرګړي رژوي
يابه يې رب په ابابيلوباندي كنډكپر كي
يايې زلميان غازيان په توره عمري رژوي
13.03.2012
- لښکرګاه
دنبوي دربارتکړه اونوښتګرشاعرحسان بن ثابت ليكونكى :محمدنعیم افغان
داسلامي تاریخ زرینه غېږدداسي پیروانوله کارنامو،داستانونو،ویاړونو،پنځونواونوښتونوډکه ده چي بیان اومطالعه یې دهرلوستونکي دتعجب سمندردومره پراخ اوژوروي چي دهراړخ په لمبلویې څېړونکي اومحقیقین دانتهاساحل ته نه دي رسېدلي،هلته که دمېړنواوتوریالیواتلولي سته،نودپوهانوکمی هم پکي نه سته،هلته که څېړونکي اوهڅاندي څېرې موندل کيږي نوداختراع اونوښت ډګرهم تش نه دی پاته اوداسلامي تاریخ په پراخ...
15.03.2012
- لښکرګاه
راليږونکی : تېمورشاه يوسفزی سرليک: دولتي چارواکي د ماشوم شهیدانو وينه بېهوده ګڼي د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګاوات کلي د الکوزو د سېمي اوسېدونکو قتل عام رښتيا هم پر ټولو افغانانو ډېر بد تاثیر وکړ او د افغانستان پرستو له سترګو يې ډېري اوښکي وبهولې.د معصومو ماشومانو تصويرونه چي هرځل څوک ويني نو بې درېغه یې له سترګو اوښکي وبهېږي، او پر دې نظام او د نظام پر حمايه کوونکو لعنت او د الله (ج) څخه يې د بربادۍ غوښتنه کوي، دا لومړی ځل نه دئ چي فرعونيان پر مظلومو افغا...