راليږونکی : تېمورشاه يوسفزی

سرليک: دولتي چارواکي د ماشوم شهیدانو وينه بېهوده ګڼي
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګاوات کلي د الکوزو د سېمي اوسېدونکو قتل عام رښتيا هم پر ټولو افغانانو ډېر بد تاثیر وکړ او د افغانستان پرستو له سترګو يې ډېري اوښکي وبهولې.
د معصومو ماشومانو تصويرونه چي هرځل څوک ويني نو بې درېغه یې له سترګو اوښکي وبهېږي، او پر دې نظام او د نظام پر حمايه کوونکو لعنت او د الله (ج) څخه يې د بربادۍ غوښتنه کوي، دا لومړی ځل نه دئ چي فرعونيان پر مظلومو افغانانو د خپلو ټوپکو خولې را ګرځوې او په دې سره خپل د ګوتو کا (خارښت) اراموي.
د سېمي اوسېدونکي په ډاګه وايي چي دا کار د يوه سرتېري لخوا نه دئ ترسره سوی بلکې د څو وحشي سرتېرو لخوا يې پر کورونو یرغل وسو او د هوا نه يې هم د جنګي الوتکو ملاتړ کېده.
افغاني رسنۍ په دې اړه بې غوري کوي او د دې لپاره چي له سېمي د اوسېدونکو څخه کره مالومات تر لاسه کړي تر ډېره د امریکايي او کندهار مېشته چارواکو پر خبرو بسنه کوي، خو په اصل کي حقیقت بل ډول دئ.
دا به کوم سالم عقل ومني چي دا کار دي د یوه لېوني سرتېري لخوا ترسره سوی وي ،خو رسنۍ ا و کندهاري دولتي چارواکي په وار وار سره دا وايي چي دا کار پر روحي ناروغۍ اخته سرتېري لخوا سوی دئ. ( په داسي حال کي چي نه دغه سرتېری دوی ليدلی او نه هم چا د دوی سره د دې لېوني سرتېري طبي پايلي شريکي کړي).

کله چي له یوې نظامي اډې څخه سرتېري د کوم عمليات لپاره وځي، اول خو د هغه لپاره اجازه ليک ضروري وي چي د اډې په وتلاره کي ترې غوښتل کيږي ا و دا خو بیا هیڅکه امکان نه لري چي یو سرتېری دي په يوازي سر له اډې ووځي او هغه دي بیا ژوندی خپل اډې ته لاړسي، ځکه نه په امريکایانو کي داسي جرئت سته چي په یوازي سر له يوه ځایه بل ځای ته ولاړسي او نه هم دوی داسي قانون لري چي یو کس دي د اډې وتلو ته پرېږدي.

هرکله چي د نظامي اډو څخه امريکايان وځي شمېر يې لسهاوو کسانو ته رسېږي چي د بېلابېلو نظامي تجهیزاتو سره يوځای د کاروان مخي ا و شاته يې د اوسنۍ ادارې عساکر ملاتړ کوي.

نو له دې ټولو خبرو داسي ښکاري چي امريکايي سرتېري ټول روغ رمټ دي او يوازي هغه کسان په روحي ناروغۍ اخته دي چي په ښکاره درواغ وايي او کوښښ کوي چي لمر په دوو ګوتو پټ کړي (چي نه پټيږي) او د خپل بادارانو د خوشالولو لپاره د معصومو کندهاري ماشومانو ويني بېهوده ګڼي او څو ډالر ته ترجیع ورکوي.

ما داسي فکر کاوه چي دا ځل په د ا فغانستان په ځانګړې توګه د کندهار په چارواکو کي یو څه دانسانیت او افغانیت احساس پيدا سوی وي، خو بیا هم هغه آش او هغه کاسه ده.

د زنګاوات ماشوم شهیدانو!
په انځورنو کي مي ستاسو ښايستې خو خيرني جامې وليدې، فکر کوم چي ميندي به مو در سره ژمنه کړې وه ، چي د سهار د چای څښلو وروسته به درته نوي جامې اغوندو البته تاسو هم ورسره ژمنه کړې وه چي په خاورو کي به لوبي نه کوو، خو اوس نه ستاسو ژمنه عملي سوه او نه هم ستاسو د مېندو.