غوره ويناوي== راټولونكى خليل احمدخوشحال

۱- عالم لره نه ښايي چي دناپوهانونژدې والى اختياركړي

۲-څوك چي په خپله خپل ځان پوه اوعالم ګڼي هغه جاهل دى

۳- عالم دقلم په واسطه پرمخ ځي اوصوفي دقدم په واسطه پرمخ ځي

۴- غريب انسان هغه دى چي دوست ونلري

۵- ډېره خندا دانسان قدراوعزت كموي

۶-بهادرانسان هغه دى چي ځان له ګناه وژغوري

۷- كوم انسان چي خپله ځان ته جنتي وايي هغه جهنمي دى

۸-خپله ژبه داميرانودستايني څخه وژغورئ

۹- ژبي ته ۳۲ دېرش غاښونه په قهروي

۱۰- په كوم زړه كي چي علم نه وي هغه دمړه په څېر دى

۱۱- دانسان عزت اولويي په عجز كي ده

۱۲-په انتقام اخيستنه كي تلواركول انتهايي رذالت دى

۱۳-خوږه خبره غوصه سړوي

۱۴- زه در ته داغوره ګڼم چي له دنياګنهګارولاړسې خورياكارنه

۱۵-كينه كونكى تل په مصيبت اوغم كي اخته وي

۱۶-بدسړى په بده خبره درې كسان زخمي كوي ۱- خپل ځان۲-هغه څوك چي دى يې بدوايي ۳- هغه څوك چي ورته غوږ ايږدي