د پېمانه پېمانه لخوا خپرې شوې لیکنې


څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

   څلوریځه وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې   لمبه مې کړه ایرې مې کړه قســمته خو لږ تم شه د چــا د دیــدن هـیــلې دي راپــاتې په زړګي کې  

15.03.2010 پېمانه

غوسه: شیرین اغا جهانګیر

غوسه سړی د خپل نوي ګاډي په وینځلو بوخت وو. ويې لیده چې څلور کلن زوي يې یو کاڼی له ځمکې راپورته کړی دی او د هغه په نوي ګاډي باندې کرښې باسي. سړي ځمکې ته لاس کړه، یو غټ لرګی يې راپورته کړه، خپل کوچني زوی يې له څټه ونیوه او څو کرته يې هغه په لاسونو کلک کلک وواهه. زوي يې په روغتون کې د ګوتو د ماتېدو په خطار خپلې څو ګوتې له لاسه ورکړه. کله چې کوچني هلک خپل پلار ولیده، په درمند غږ يې له هغه نه پوښتنه وکړ

15.03.2010 پېمانه

د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

د کشیش د طوطیانو دعا یوه مېرمنه د خپلې ستونزې د حل لپاره کلیسا ته لاړه. هغې له کشیش سره ولېده او ورته يې وویل: - زه دوې طوطیانې لرم چې ډېر ښکلي دي، مګر له بده مرغه یواځې دومره وايي چې (مونږ دوې فاحشې یو. راځې چې سره مستي وکړو!). ماته دغه موضوع په رښتیا هم چې سرخوږی شوی دی او زما درناوي ته يې خطر راپېښ کړی دی. زه له تاسو نه مرسته غواړم. ماته لاره وښايئ چې هغوي څنګه اصلاح کړم؟

15.03.2010 پېمانه

وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

وروستۍ لار نن د بیمې د شرکت نه یوه پاڼه راغلې وه چې که د بیمې پېسې ورنکړي، نو بیمه به يې لغوه شي. مېرمنې يې آه وکېښ، په ډېرې ناآرامۍ له خپله ځایه پورته شوه. غوښتل يې چې خپل خاوند ته دغه خبر ورکړي. له پخلنځي نه د ګازو بوي جګېده. ښځه وارخطا ودرېده او شاوخوا ته یې اوتر اوتر وکاته. د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمون

13.03.2010 پېمانه

غزل: شیرین اغا جهانګیر

اخر به لېونی شمه جانانه که را نه شې پردی به شم له ژونده او له ځانه که را نه شې   وعده دې د خزان وه د سپرلې بهانه دې وکړه یقین مې شي چې شولې بې ایمانه که رانه شې   سبیله مجبوري ده ګني چېرته مې هېرېږې زه هم درتللی نشم په آسانه که ران

13.03.2010 پېمانه

ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

ډالۍ په ټولګي کې د تدریس پرمهال د کوم شي د ماتېدو له غږ سره زمونږ ټولو پام همغې خواته واوخت. سمدلاسه لیمه په ژړا شوه.  پوه شوم چې کومه ګلدانۍ يې چې له ځانه سره راوړې وه، هغه ترې ګذاره شوې او ماته شوې ده. څنګ ته يې ورغلم او اوښکې مې ورله پاکې کړې. ور کښته شوم چې د مېز له لاندې نه د ګلدانۍ ټوټې راټولې کړم. د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو:  * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 پېمانه

طمع: شیرین اغا جهانګیر

طمع آسماني رنګه برقه يې پرسر وه. د اوړي د سرې غرمې د سره لمر لاندې تندې نیولې ولاړه وه. د خپل حیا او ژوند د خوندي ساتلو لپاره يې د سوال لاس غزولی وو. د تورو شیشو ډول ډول ګاډي يې ترڅنګ تيرېدې، مګر ډېرو لږو به ورته خپل ګاډی قرار کړه او هغه به يې په یوې افغانې نازاوه. ناڅاپه یو سور رنګه لنډکروزر د هغې ترڅنګ ودرېده، ښیښه ښکته شوه او د پاخه عمر سړی چې تور پکول يې پر سر وو، سر له دروازې وویسته او هغې ته يې وویل:

13.03.2010 پېمانه

څلوریځه

 څلوریځه  لاړې د وختونو قافلې زه ترېنه پاتې شوم جوړې شولې ډېرې سلسلې زه ترېنه پاتې شوم   ما د ژوند پر لاره د خپل سیوري پل نیولی وو وکړې دنیاوالو فیصلې زه ترېنه پاتې شوم

06.03.2010 پېمانه

هغه بیا هم تسلیم نشو: شیرین اغا جهانګیر

هغه بیا هم تسلیم نشو له شپږو ساعتونو جګړې وروسته، داسې ښکارېده چې ګوندي دښمن یا خو له منځه لاړ وو او یا هم له سیمې تښتېدلی وو. ټول ستړي ستومانه وو. د خپلو وسلو سره په خپلو خپلو مورچلونو کې پراته وو. شاوخواته مو د مرمیو پوچکونه انبار انبار پراته ول. وسلې مو ګرمې شوې وې. که دښمن نه وای خاموشه شوای، ګمان مې نه کاوه چې ګوندي ټوپک به مې یو ډز هم کړای وای. پرسېنه غزېدلي وو. وسلې مو مخې ته ایښې وې او مخامخ پراته وو. ښي لاس

03.03.2010 پېمانه

پاتې شوني: شیرین اغا جهانګیر

پاتې شوني مېرمنې يې وویل:                  - تر څو چې د ښاروالۍ ګاډی راځي، کثافات بهر مه اوباسه! بیا به يې هغه لعنتیان په کوڅه کې شیندي او بوي به يې ټوله کوڅه ونیسي. سړی مخکې لدېنه چې د بوجۍ خوله وتړي، زهر يې پرې وشینده او ويې ویل: - اوس مې ورته کار وکاته. سبا يې باید جسدونه د ښاروالي کارکوونکي د

03.03.2010 پېمانه

هر څه چې مونږ ته پېښېږي، زمونږ په ګټه دی: شیرین اغا جهانګیر

هر څه چې مونږ ته پېښېږي، زمونږ په ګټه دی د یو هېواد بادشاه ډېر مغروره مګر هوښیار وو. یوه ورځ بادشاه ته چا یوه ګوته ډالۍ کړه. مګر د ګوتې په غمي کې يې څه نه وو لیکلي او ډېره ساده وه. بادشاه پوښتنه وکړه: - ولې مو د ګوتې په غمي لیکل ندي کړي؟ چا چې بادشاه ته ګوته ډالۍ کړې وه، هغه وویل: - آلا حضرت! ما په ګوته باندې په دې خاطر لیکل ندي کړي ځکه چې غوښتل مې تاسو په خپله پرې لیکل وکړئ.

03.03.2010 پېمانه

سوالګر او توره تخته : شیرین اغا جهانګیر

سوالګر او توره تخته کوچنی هلک چې په دواړو سترګو ړوند وو، د ژوندانه د ستونزو له امله د سړک ترڅنګ ناست وو، مخې ته يې خپله خولۍ ایښې وه او خېرات يې غوښت. ترڅنګ يې یوه توره تخته ایښې وه او په کې يې لیکلي وو: - زه په دواړو سترګو ړوند یم. مرسته راسره وکړئ! یوه ورځ تېره شوه، مګر لارویانو یواځې یو څو سکې د هلک په خولۍ کې واچوه. هلک په دغو څو سکو ځانته یوه ګرمه ډوډۍ واخسته او شپه يې پرې تېر

02.03.2010 پېمانه

هوډ : شیرین اغا جهانګیر

هوډ سپین ږیری په (مینه سوتا) کې یواځې اوسېده. هغه غوښتل چې خپلې ځمکې واړوي او کچالان په کې وکري. مګر داکار ډېر ستونزمن وو. هغه په یواځې ځان داکار نشو کولای. چا چې له ده سره په دې کار کې مرسته کولای شو، هغه د سپین ږیري یواځینی زوی وو چې اوس مهال زنداني وو. سپین ږیري خپل زوی ته لیک ولیکه او وضیعت یې ورته بیان کړه: - ګرانه زویه! زه خپه یم، ځکه چې سږ کال به ونشم کړای چې کچالان وکرم. زه نه غواړم چې دغه کښت له لاسه ورکړم،

01.03.2010 پېمانه

خپل عمل د لارې مل دی

خپل عمل د لارې مل دی زوی خپل سپین ږیری پلار په شا کړه او غرونو ته یې پورته کړه. کله چې د غرونو سرته ورسېد، یو سوری يې پېدا کړه او خپل پلار يې پکې ورګزار کړه. کله چې يې غوښت له خپل پلاره روان شي، د خپل سپین ږیري پلار له کټ کټ خندا سره پښه نیولی شو. سپین ږیری پلار خپل ځوان زوی ته مخ واړوه او ورته يې وویل: - ما هم یوه ورځ ستا په شان خپل سپین ږیری پلار په همدې ځای کې خوشې کړه او اوس تا زه دلته راوستم. یوه ورځ به ستا زوی

01.03.2010 پېمانه

بد جنګ

بد جنګ حکیم ته يې ستغې سپورې وکړې. هغه هیڅ ځواب ورنکړه. تپوس یې ځني وکړه: - ای حکیمه! ولې دې ځواب ورنکړه؟ حکیم وویل: - زه نه غواړم چې په هغه جنګ کې برخه واخلم چې ګټونکی يې تر بایلونکي ډېر دی.   ژباړن: شیرین اغا جهانګیر رباط سنګي هرات ۲۸-۰۲-۲۰۱۰

28.02.2010 پېمانه

خلاصې دروازې

خلاصې دروازې یوسړی د خدای په درګا کې راز او نیاز کاوه او ویل يې: - ای خدایه! ای کریمه! خپل دروازې زما پرمخ پرانیزه! رابعه د هغه خبرې واورېدې او سړي ته يې وویلې: - ای غافله٬ دغه دروازه کله تړلې ده؟   ژباړن: شیرین اغا جهانګیر رباط سنګي هرات ۲۸-۰۲-۲۰۱۰

28.02.2010 پېمانه

سینا او ماشوم

سینا او ماشوم یوه ورځ ابوعلي سینا د پښ له دوکانه تېرېده. یو ماشوم يې تر سترګو شو. ماشوم له پښ نه لږ څه سکروټې غوښتې. پښ ورته وویل: - ولاړ شه او یو لوښی راوړه! بیا به درته په هغې لوښي کې سکروټې درکړم. ماشوم له ځانه سره لوښی نه لاره. ځمکې ته ښکته شو او یو موټی خاوره يې له ځمکې نه راپورته کړه. او پښ ته يې وویل: - سکروټې راته د لاس په ورغوي کې واچوه! ابن سینا د ماشوم

28.02.2010 پېمانه

د شېطان ژوند لیک: شیرین اغا جهانګیر

د شېطان ژوند لیک شېطان لومړی کس وو چې ځني کارونه يې سرته ورساوه. د هغه نه وړاندې چا دغه کارونه سرته نه وو رسولي. هغه کارونه چې شېطان يې په لومړي ځل سرته ورساوه، په لاندې ډول دي: -  شېطان لومړی کس دی چې قیاس يې وکړه، ځان يې له آدم علیه السلام نه غوره وګاڼه او ويې ویل: زه له اوره پېدا شوی یم او هغه له خاورو نه، په داسې حال کې چې اور له خاورو نه غوره دی. - شېطان لومړی کس دی چې د لوې ذات پروړاندې يې تکبر وکړه او د خپل خالق په

28.02.2010 پېمانه

انسان ژغورنه: شیرین اغا جهانګیر

انسان ژغورنه رابرټ ډاوینسن، د ګلف د لوبې مشهور اتل لوبغاړی، یو وخت په دې وتوانېد چې د یوې لوبې په پایله کې ډېرې پیسې لاس ته راوړي. د مراسمو په پای کې یوه ښځه د هغه لور ته منډې کړې او په ویر او فریاد يې ترې غوښتنه وکړه چې هغې ته یوه اندازه پېسې ورکړي ترڅو هغه وکولای شي چې خپل زوي وژغوري. ښځې وویل چې هغه د خپل زوي د ژغورنې او درملنې لپاره کومه پانګه نلري او که رابرټ ورسره مرسته ونکړي نو هغه به ومري. د ګلف اتل صرفه ونک

26.02.2010 پېمانه

د سرو ګلو ګېډۍ: شیرین اغا حهانګیر

د سرو ګلو ګېډۍ د پاخه عمر، وچ کلک او ناروغه سړی، د سرو ګلو له یوې ګېډۍ سره د ملي بس په منځ کې د چوکې پورې ځان کلک نیولی وو. په چوکی ناسته نجلۍ د سرو ګلو په ګېډۍ خپلې سترګې ګنډلې وې. کله چې ملي بس تم ځای ته ورسېد، سپین ږیری د سرو ګلو ګېډۍ نجلۍ ته ورکړه او ورته يې وویل: - پوهېږم چې دغه ګلان دې ډېر خوښ شوي دي. خپلې مېرمنې ته به ووایم چې د ګلو ګېډۍ مې تاته درکړه. ګمان کوم چې خوشحاله به شي. نجلۍ د ګلو ګېډۍ واخسته او سپی

26.02.2010 پېمانه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more