خلاصې دروازې
یوسړی د خدای په درګا کې راز او نیاز کاوه او ویل يې:
- ای خدایه! ای کریمه! خپل دروازې زما پرمخ پرانیزه!
رابعه د هغه خبرې واورېدې او سړي ته يې وویلې:
- ای غافله٬ دغه دروازه کله تړلې ده؟
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۸-۰۲-۲۰۱۰
28.02.2010
- پېمانه
سینا او ماشوم
یوه ورځ ابوعلي سینا د پښ له دوکانه تېرېده. یو ماشوم يې تر سترګو شو. ماشوم له پښ نه لږ څه سکروټې غوښتې. پښ ورته وویل:
- ولاړ شه او یو لوښی راوړه! بیا به درته په هغې لوښي کې سکروټې درکړم.
ماشوم له ځانه سره لوښی نه لاره. ځمکې ته ښکته شو او یو موټی خاوره يې له ځمکې نه راپورته کړه. او پښ ته يې وویل:
- سکروټې راته د لاس په ورغوي کې واچوه!
ابن سینا د ماشوم...
28.02.2010
- پېمانه
بد جنګ
حکیم ته يې ستغې سپورې وکړې. هغه هیڅ ځواب ورنکړه.
تپوس یې ځني وکړه:
- ای حکیمه! ولې دې ځواب ورنکړه؟
حکیم وویل:
- زه نه غواړم چې په هغه جنګ کې برخه واخلم چې ګټونکی يې تر بایلونکي ډېر دی.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۸-۰۲-۲۰۱۰...