سینا او ماشوم

یوه ورځ ابوعلي سینا د پښ له دوکانه تېرېده. یو ماشوم يې تر سترګو شو. ماشوم له پښ نه لږ څه سکروټې غوښتې. پښ ورته وویل:

- ولاړ شه او یو لوښی راوړه! بیا به درته په هغې لوښي کې سکروټې درکړم.

ماشوم له ځانه سره لوښی نه لاره. ځمکې ته ښکته شو او یو موټی خاوره يې له ځمکې نه راپورته کړه. او پښ ته يې وویل:

- سکروټې راته د لاس په ورغوي کې واچوه!

ابن سینا د ماشوم دغه ذکاوت او هوښیارې ته ګوته په غاښ پاتې شو او په زړه کې د ماشوم په دې استعداد خوشحاله شو. مخ ته شو او د ماشوم نه يې د هغه د نوم پوښتنه وکړه. ماشوم ځواب ورکړه:

- زما نوم بهمنیار دی او کورنۍ مې زردشتیان دي.

ابن سینا هغه له ځانه سره شاګرد کړه او په روزنه کې يې ډېر زیات کوښښ وکړه، تردې چې هغه د اسلام په سپېڅلي دین مشرف او د اسلام د حاکمانو او پوهانو په ډله کې ودرېده.


ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۲۸-۰۲-۲۰۱۰