بد جنګ
حکیم ته يې ستغې سپورې وکړې. هغه هیڅ ځواب ورنکړه.
تپوس یې ځني وکړه:
- ای حکیمه! ولې دې ځواب ورنکړه؟
حکیم وویل:
- زه نه غواړم چې په هغه جنګ کې برخه واخلم چې ګټونکی يې تر بایلونکي ډېر دی.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۸-۰۲-۲۰۱۰
28.02.2010
- پېمانه
خلاصې دروازې
یوسړی د خدای په درګا کې راز او نیاز کاوه او ویل يې:
- ای خدایه! ای کریمه! خپل دروازې زما پرمخ پرانیزه!
رابعه د هغه خبرې واورېدې او سړي ته يې وویلې:
- ای غافله٬ دغه دروازه کله تړلې ده؟
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۸-۰۲-۲۰۱۰...
01.03.2010
- پېمانه
خپل عمل د لارې مل دی
زوی خپل سپین ږیری پلار په شا کړه او غرونو ته یې پورته کړه. کله چې د غرونو سرته ورسېد، یو سوری يې پېدا کړه او خپل پلار يې پکې ورګزار کړه. کله چې يې غوښت له خپل پلاره روان شي، د خپل سپین ږیري پلار له کټ کټ خندا سره پښه نیولی شو. سپین ږیری پلار خپل ځوان زوی ته مخ واړوه او ورته يې وویل:
- ما هم یوه ورځ ستا په شان خپل سپین ږیری پلار په همدې ځای کې خوشې کړه او اوس تا زه دلته راوستم. یوه ورځ به ستا زوی...