خپل عمل د لارې مل دی
زوی خپل سپین ږیری پلار په شا کړه او غرونو ته یې پورته کړه. کله چې د غرونو سرته ورسېد، یو سوری يې پېدا کړه او خپل پلار يې پکې ورګزار کړه. کله چې يې غوښت له خپل پلاره روان شي، د خپل سپین ږیري پلار له کټ کټ خندا سره پښه نیولی شو. سپین ږیری پلار خپل ځوان زوی ته مخ واړوه او ورته يې وویل:
- ما هم یوه ورځ ستا په شان خپل سپین ږیری پلار په همدې ځای کې خوشې کړه او اوس تا زه دلته راوستم. یوه ورځ به ستا زوی تا هم همدلته راوړي!
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۰۱-۰۳-۲۰۱۰
28.02.2010
- پېمانه
بد جنګ
حکیم ته يې ستغې سپورې وکړې. هغه هیڅ ځواب ورنکړه.
تپوس یې ځني وکړه:
- ای حکیمه! ولې دې ځواب ورنکړه؟
حکیم وویل:
- زه نه غواړم چې په هغه جنګ کې برخه واخلم چې ګټونکی يې تر بایلونکي ډېر دی.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۸-۰۲-۲۰۱۰...
01.03.2010
- پېمانه
هوډ
سپین ږیری په (مینه سوتا) کې یواځې اوسېده. هغه غوښتل چې خپلې ځمکې واړوي او کچالان په کې وکري. مګر داکار ډېر ستونزمن وو. هغه په یواځې ځان داکار نشو کولای. چا چې له ده سره په دې کار کې مرسته کولای شو، هغه د سپین ږیري یواځینی زوی وو چې اوس مهال زنداني وو. سپین ږیري خپل زوی ته لیک ولیکه او وضیعت یې ورته بیان کړه:
- ګرانه زویه! زه خپه یم، ځکه چې سږ کال به ونشم کړای چې کچالان وکرم. زه نه غواړم چې دغه کښت له لاسه ورکړم،...