هوډ
سپین ږیری په (مینه سوتا) کې یواځې اوسېده. هغه غوښتل چې خپلې ځمکې واړوي او کچالان په کې وکري. مګر داکار ډېر ستونزمن وو. هغه په یواځې ځان داکار نشو کولای. چا چې له ده سره په دې کار کې مرسته کولای شو، هغه د سپین ږیري یواځینی زوی وو چې اوس مهال زنداني وو. سپین ږیري خپل زوی ته لیک ولیکه او وضیعت یې ورته بیان کړه:
- ګرانه زویه! زه خپه یم، ځکه چې سږ کال به ونشم کړای چې کچالان وکرم. زه نه غواړم چې دغه کښت له لاسه ورکړم، ځکه چې د کچالانو کښت دې د مور ډېره خوښېده. زه اوس تردې ډېر سپین ږیری شوی یم چې کښت وکړم. که ته اوس دلته وای، ټولې ستونزې به مې حل کېدای. زه پوهېږم چې که ته دلته وای، حتماً به دې راته ځمکه اړوله.
د دې لیک وروسته سپین ږيرې دغه ټېلېګراف ترلاسه کړه:
- پلاره! د خدای په خاطر پټی مه قلبه کوه! ما هلته وسله خښه کړېده.
سپین ږېری ددغه ټېلېګراف په لېدو سره وارخطا شو او خپل زوی ته يې ولیکه چې څه پېښه ده؟ غواړي په وسلو څه وکړي؟
یوه ورځ وروسته ورته زوي ځواب ولېږه:
- پلار جانه! لاړ شه او خپل کچالان وکره! دا یواځينی کار وو چې ما درته له زندانه کولای شو. د سهر په څلورو بجو د FBI او پولیسو دولس کسه افسران سیمې ته تللي او ټوله ځمکه يې اړولې ده، بې لدېنه چې کومه وسله تر لاسه کړي.
که تاسو د زړه نه د یو کار د کولو هوډ وکړئ، هیڅ داسې خنډ به نه وي چې ستاسو مخه ونیسي. خنډ ستاسو خپل ذهن. نه داچې تاسو چېرته یاست او څوک یاست.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۰۱-۰۳-۲۰۱۰