سوالګر او توره تخته
کوچنی هلک چې په دواړو سترګو ړوند وو، د ژوندانه د ستونزو له امله د سړک ترڅنګ ناست وو، مخې ته يې خپله خولۍ ایښې وه او خېرات يې غوښت. ترڅنګ يې یوه توره تخته ایښې وه او په کې يې لیکلي وو:
- زه په دواړو سترګو ړوند یم. مرسته راسره وکړئ!
یوه ورځ تېره شوه، مګر لارویانو یواځې یو څو سکې د هلک په خولۍ کې واچوه. هلک په دغو څو سکو ځانته یوه ګرمه ډوډۍ واخسته او شپه يې پرې تېره کړه. بله ورځ هم لکه د پرون پېل شو. هلک بیا د خپلې تختې او د خپلې خولې سره د سړک ترڅنګ کښېناست. د پوهنتون استاد د هلک له څنګه تېرېده، زړه يې پرې وسځېد او په خوله کې يې ورته یو څو سکې واچولې. کله چې د استاد سترګې د تورې تختې په لیکنه باندې پرېوتې، لږه شېبه يې له ځانه سره فکر وکړه، پخوانۍ لیکنه يې پاکه کړه او یوه نوې لیکنه يې د ماشوم په تختې باندې وکښه.
له هغې شېبې وروسته، هلک دې ته متوجه شو چې خلک د هغه د خوراک او جامو لپاره د هغه سره ډېره مرسته کوي. یوه ورځ هلک د یو لاري د قدمونو د آواز په اورېدو سره هغه وپېژنده، غږ يې پرې وکړه او پوښتنه يې ترېنه وکړه:
- ښاغلیه! زه مو پېژنم. یوه ورځ مو راسره مرسته وکړه. زه له تاسو نه مننه کوم. کېدای شي راته ووایاست چې څه پېښ شول؟
استاد په خندا شو او ورته يې وویل:
- د تورې تختې پرمخ مې لږ څه بدلون راوست. پخوانۍ لیکنه مې پاکه کړه او د هغې پرځای مې ولیکل:
- نن یوه ښکلې ورځ ده. مګر زه نشم کولای چې ددغې ښکلې ورځې ننداره وکړم....
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۰۲-۰۳-۲۰۱۰