هر څه چې مونږ ته پېښېږي، زمونږ په ګټه دی
د یو هېواد بادشاه ډېر مغروره مګر هوښیار وو. یوه ورځ بادشاه ته چا یوه ګوته ډالۍ کړه. مګر د ګوتې په غمي کې يې څه نه وو لیکلي او ډېره ساده وه. بادشاه پوښتنه وکړه:
- ولې مو د ګوتې په غمي لیکل ندي کړي؟
چا چې بادشاه ته ګوته ډالۍ کړې وه، هغه وویل:
- آلا حضرت! ما په ګوته باندې په دې خاطر لیکل ندي کړي ځکه چې غوښتل مې تاسو په خپله پرې لیکل وکړئ.
بادشاه په فکرونو کې ډوب شو چې څه باید د ګوتې په غمي باندې ولیکي چې د هغه لایق وي او یو غوره پند په کې پروت وي.
خپلو ټولو وزیرانو ته يې غږ وکړه او ورته يې وویل:
- تاسو ته چې هره کومه ښه جمله او یا کومه ښه خبره په یاد وي، راته يې ووایاست.
هرڅه چې وزیرانو ته ښه ښکارېده، بادشاه ته يې وړاندې کړه، مګر د باشاه خوښ نشول. بادشاه خپلو وزیرانو ته امر وکړه چې لاړ شي له ټول ملک نه حکیمان او عالمان را ټول کړي. وزیران لاړل او ټول عالمان او حکیمان يې راغونډ کړل.
بادشاه یوه غونډه جوړه کړه او ټولو ته يې وویل چې که هر چا وکولای شو چې تر ټولو ښه جمله بادشاه ته وړاندې کړي، یوه ښه ډالۍ به د بادشاه له لوري ترلاسه کړي.
هر چا خپلې خپلې جملې وړاندې کړې، مګر بیا هم د بادشاه خوښ نشول. تر دې چې یو سپین ږیری دربار ته راغی او ويې ویل چې غواړي له بادشاه سره وګوري. د دربار ساتونکو ورته وویل چې له بادشاه سره څه کار لرئ؟
سپین ږیري ساتونکو ته وویل چې بادشاه ته مې یوه جمله راوړې ده.
ټول وخندېدل او وېې ویل چې ته او جمله؟ اې سپین ږیریه! ته د قبر ترڅنګ ولاړ يئ، ته په جملې څه کوئ؟
لنډه داچې سپین ږیري وکولای شو چې ساتونکي دېته راضي کړي چې هغه ته د ورننوتو اجازه ورکړي. بادشاه سپین ږیري ته وویل:
- تا کوم ډول جمله له ځانه سره راوړېده؟
بوډا وویل:
- زما جمله داده:
* هرڅه چې مونږ ته پېښيږي، زمونږ په ګټه دی*
بادشاه په فکر کې شو او ددغې جملې په اورېدو يې قناعت حاصل شو او بیا يې سپین ږیري ته جایزه ورکړه.
سپین ږیری د تګ پرمهال وویل:
- ودې لیده چې هرڅه مونږ ته پېښیږي زموږ په ګټه دی؟
بادشاه په غصه شو او ويې ویل:
- څه دې وویل؟ ته پر ما ملنډې وهئ؟
بوډا وویل:
- نه زویه! ستا په ګټه هم شوه. ځکه چې تا د نړۍ تر ټولو غوره جمله بیامونده.
ددې خبرو له کولو وروسته سپین ږیری له درباره ووت.
بادشاه ډېر خوشحاله وو او ګمان يې کاوه چې د نړۍ تر ټولو غوره جمله دده سره ده. امر يې ورکړه چې باید دغه جمله دده د ګوتې په غمې باندې ولیکل شي.
له هغې ورځې وروسته به چې کله هم بادشاه ته کومه ستونزه پېښېده، نو ویل به يې چې: هر څه چې مونږ ته پېښېږي، زمونږ په ګټه دی.
هر چا په دربار کې دغه جمله زده کړې وه. هر چا به دغه جمله ویله.
یوه ورځ بادشاه مڼې خوړلې چې ناڅاپه يې په چاقو باندې خپلې دوې ګوتې پرې کړې. بادشاه درمند شو. په دې وخت کې وزیرانو وویل:
- هرڅه چې مونږ ته پېښېږي، زمونږ په ګټه دی.
بادشاه غصه شو او ويې ویل:
- زما دوې ګوتې پرې شوې او تاسو وایاست چې زمونږ په ګټه دی؟
د زندان ساتونکو ته يې امر وکړه چې ټول وزیران زندان ته واچوي او ترڅو چې بادشاه امر نه وي کړی، هغوي خوشې نکړي.
څو ورځې تېرې شوې. یوه ورځ بادشاه ښکار ته لاړ او په ځنګل کې ورک شو. بادشاه یواځې وو، سمدلاسه پرې د یوه کلي خلکو حمله وکړه او هغه يې کلک وتاړه. هغوي غوښتل چې بادشاه وخوري.
په دې کلي کې یو دود وو چې یواځې هغه خلک به يې خوړل چې د بدن ټول غړي به يې روغ وو. مګر د بادشاه دوې ګوتې نه وې. په همدې خاطر د کلي خلکو هغه خوشې کړه چې لاړ شي.
بادشاه بېرته دربار ته لاړ او امر يې وکړه چې وزیران له زندانه خوشې کړي. وزیران راغلل او باد شاه ته يې وویل:
- له مونږ سره څه کار لرئ؟
باد شاه وزیرانو ته په خندا شو او ويې ویل:
- تاسو ویلي وو* هرڅه چې مونږ ته پېښېږي، زمونږ په ګټه دی* دا رښتیا وو. زه وژغورېدم، مګر تاسو په زندان کې وۍ، تاسو ته يې څه ګټه وکړه؟
بادشاه دغه خبرې وکړې او په هغوي يې ملنډې ووهلې.
وزیرانو وویل:
- زمونږ په ګټه هم وه.
بادشاه وویل:
- څنګه؟
وزیرانو وویل:
- تاسو چې به هر چېرته تلۍ، مونږ به هم درسره وو. مګر هلته درسره مونږ نه وو. که خدای مکړه مونږ هم درسره هلته وای، هغوي به مونږ خوړلو. پس دا په دې مانا ده چې مونږ هم وژغورېدو او دا زمونږ په ګټه هم وه.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۰۳-۰۳-۲۰۱۰