پاتې شوني
مېرمنې يې وویل:
- تر څو چې د ښاروالۍ ګاډی راځي، کثافات بهر مه اوباسه! بیا به يې هغه لعنتیان په کوڅه کې شیندي او بوي به يې ټوله کوڅه ونیسي.
سړی مخکې لدېنه چې د بوجۍ خوله وتړي، زهر يې پرې وشینده او ويې ویل:
- اوس مې ورته کار وکاته. سبا يې باید جسدونه د ښاروالي کارکوونکي د ښار له کوڅو نه راټول کړي.
او د کثافاتو بوجۍ يې د دروازې مخې ته کېښوده.
سبا ته ټولو رسنیو عاجل خبر خپور کړه:
- زهرجنو پاتې شونو د یوې کورنۍ د پنځو غړو ژوند واخسته!!!!
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۰۳-۰۳-۲۰۱۰
03.03.2010
- پېمانه
هر څه چې مونږ ته پېښېږي، زمونږ په ګټه دی
د یو هېواد بادشاه ډېر مغروره مګر هوښیار وو. یوه ورځ بادشاه ته چا یوه ګوته ډالۍ کړه. مګر د ګوتې په غمي کې يې څه نه وو لیکلي او ډېره ساده وه. بادشاه پوښتنه وکړه:
- ولې مو د ګوتې په غمي لیکل ندي کړي؟
چا چې بادشاه ته ګوته ډالۍ کړې وه، هغه وویل:
- آلا حضرت! ما په ګوته باندې په دې خاطر لیکل ندي کړي ځکه چې غوښتل مې تاسو په خپله پرې لیکل وکړئ....
03.03.2010
- پېمانه
هغه بیا هم تسلیم نشو
له شپږو ساعتونو جګړې وروسته، داسې ښکارېده چې ګوندي دښمن یا خو له منځه لاړ وو او یا هم له سیمې تښتېدلی وو. ټول ستړي ستومانه وو. د خپلو وسلو سره په خپلو خپلو مورچلونو کې پراته وو. شاوخواته مو د مرمیو پوچکونه انبار انبار پراته ول. وسلې مو ګرمې شوې وې. که دښمن نه وای خاموشه شوای، ګمان مې نه کاوه چې ګوندي ټوپک به مې یو ډز هم کړای وای. پرسېنه غزېدلي وو. وسلې مو مخې ته ایښې وې او مخامخ پراته وو. ښي لاس...