هغه بیا هم تسلیم نشو

له شپږو ساعتونو جګړې وروسته، داسې ښکارېده چې ګوندي دښمن یا خو له منځه لاړ وو او یا هم له سیمې تښتېدلی وو. ټول ستړي ستومانه وو. د خپلو وسلو سره په خپلو خپلو مورچلونو کې پراته وو. شاوخواته مو د مرمیو پوچکونه انبار انبار پراته ول. وسلې مو ګرمې شوې وې. که دښمن نه وای خاموشه شوای، ګمان مې نه کاوه چې ګوندي ټوپک به مې یو ډز هم کړای وای. پرسېنه غزېدلي وو. وسلې مو مخې ته ایښې وې او مخامخ پراته وو. ښي لاس مې د ټوپک په ماشه او کیڼ لاس مې د ټوپک د پاسه ایښی وو. له ډېرې ستړیا نه مې خپل تندی د ټوپک په کونداغ ایښی وو. د جنګ د قمندان په غږ سره مې ټکان وخوړه:

- خپلې وسلې له ځانه سره راوخلئ! ځې چې د سېمې جاج واخلو!

نهْ مو نشو ویلای. د جنګ قانون همدا وو. باید له جګړې وروسته ورتللو او په سېمه کې مو د مرګ ژوبلې راپور برابرولای. له ډېرې ستړیا نه مې اووف وکیښ او د قمندان پسې شوو. د امر مطابق له کلي نه چې پر مونږ حمله شوې وه، ووتو او شاته غونډیو ته پورته شوو. ما باید د خپلې وسلې سره سره لاوډسپیکر له ځانه سره ګرځولای. کله به په زیږزاګ او کله هم مخامخ مخ ته تلو. ناڅاپه مې سترګې په سپین ټوکر پرېواته. قمندان ته مې د جګړییزو تکتیکونو پر بنسټ سپین ټوکر وښوده. هغه هم مونږ ته د مخ ته تلو امر وکړه. ناچاره وو، باید چې تللای وای. ورنږدې شوو. اوس نو دا تثبیت شوی وو چې دا د انسان جسد دی. لکه څنګه چې راته دنده سپارل شوې وه، د لاوډسپیکر بټنې ته مې فشار ورکړه او لاوډسپیکر مې خولې ته ونیوه:

- تسلیم شه! مونږ مه مجبوروه چې ودې ولو! ګرچاپېره درنه پولیس تاو دي. تسلیم شه! بله چاره نلرئ.

جسد په خپل ځای پروت وو. داسې ښکارېده چې ګوندې مړ به وي. ورو ورو ور نږدې شوو. فاصله دومره نږدې شوه چې اوس نو د لاوډسپېکر ضرورت هم نه وو. د قمندان د امر له مخې مې بیا پرې غږ وکړه:

- مونږ درته دوې دقیقې وخت درکوو. تسلیم شه! لاسونه پورته کړه! مونږ مه مجبوره چې ودې ولو!

بیاهم له جسد ځني کوم حرکت ونه ښودل شو. اوس باوري شوي وو چې هغه نور ژوندی نه دی. مونږ لا مخ ته تلو چې یو ځل هغه ځان په یو اړخ کړه او د خپلې سینې له لاندې نه یې خپل ټوپک وویسته او غوښتل يې چې ومو ولي.

اوس نو مونږ مجبوره وو چې د خپلو ټوپکو ماشو ته زور ورکړو او هغه ته دومره وخت ورنکړو چې ګوته ماشې ته یوسي. شېبه وروسته مو د هغه جسد له ځانه سره له غونډیو نه راښکته کړه.

لیکوال: شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۰۳-۰۳-۲۰۱۰