څلوریځه
لاړې د وختونو قافلې زه ترېنه پاتې شوم
جوړې شولې ډېرې سلسلې زه ترېنه پاتې شوم
ما د ژوند پر لاره د خپل سیوري پل نیولی وو
وکړې دنیاوالو فیصلې زه ترېنه پاتې شوم
۰۶-۰۳-۲۰۱۰
شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
03.03.2010
- پېمانه
هغه بیا هم تسلیم نشو
له شپږو ساعتونو جګړې وروسته، داسې ښکارېده چې ګوندي دښمن یا خو له منځه لاړ وو او یا هم له سیمې تښتېدلی وو. ټول ستړي ستومانه وو. د خپلو وسلو سره په خپلو خپلو مورچلونو کې پراته وو. شاوخواته مو د مرمیو پوچکونه انبار انبار پراته ول. وسلې مو ګرمې شوې وې. که دښمن نه وای خاموشه شوای، ګمان مې نه کاوه چې ګوندي ټوپک به مې یو ډز هم کړای وای. پرسېنه غزېدلي وو. وسلې مو مخې ته ایښې وې او مخامخ پراته وو. ښي لاس...
13.03.2010
- پېمانه
طمع
آسماني رنګه برقه يې پرسر وه. د اوړي د سرې غرمې د سره لمر لاندې تندې نیولې ولاړه وه. د خپل حیا او ژوند د خوندي ساتلو لپاره يې د سوال لاس غزولی وو. د تورو شیشو ډول ډول ګاډي يې ترڅنګ تيرېدې، مګر ډېرو لږو به ورته خپل ګاډی قرار کړه او هغه به يې په یوې افغانې نازاوه.
ناڅاپه یو سور رنګه لنډکروزر د هغې ترڅنګ ودرېده، ښیښه ښکته شوه او د پاخه عمر سړی چې تور پکول يې پر سر وو، سر له دروازې وویسته او هغې ته يې وویل:...