طمع

آسماني رنګه برقه يې پرسر وه. د اوړي د سرې غرمې د سره لمر لاندې تندې نیولې ولاړه وه. د خپل حیا او ژوند د خوندي ساتلو لپاره يې د سوال لاس غزولی وو. د تورو شیشو ډول ډول ګاډي يې ترڅنګ تيرېدې، مګر ډېرو لږو به ورته خپل ګاډی قرار کړه او هغه به يې په یوې افغانې نازاوه.

ناڅاپه یو سور رنګه لنډکروزر د هغې ترڅنګ ودرېده، ښیښه ښکته شوه او د پاخه عمر سړی چې تور پکول يې پر سر وو، سر له دروازې وویسته او هغې ته يې وویل:

- ای! تاته وایم! لماسره ځئ؟ که راسره ولاړه شئ نو ښه ډېره مرسته به درسره وکړم.

په برقې پوښول شوې مېرمنې لنډکروزر ته ښکته پورته وکاته، بیا د موټر دروازې ته ور مخ ته شوه او په نیولې غږ يې له لنډکروزر والا نه پوښتنه وکړه:

- سمه ده. خی اول راته دا ووایه چې نوم دی څه دی؟

لنډکروزر والا په ډېرې حېرانتیا له هغې نه وپوښتل:

- زما په نوم څه کوئ؟

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه:

- بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم.

 

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۱۳-۰۳-۲۰۱۰