ډالۍ

په ټولګي کې د تدریس پرمهال د کوم شي د ماتېدو له غږ سره زمونږ ټولو پام همغې خواته واوخت. سمدلاسه لیمه په ژړا شوه.  پوه شوم چې کومه ګلدانۍ يې چې له ځانه سره راوړې وه، هغه ترې ګذاره شوې او ماته شوې ده. څنګ ته يې ورغلم او اوښکې مې ورله پاکې کړې. ور کښته شوم چې د مېز له لاندې نه د ګلدانۍ ټوټې راټولې کړم. د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو:  * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

 


ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۰۸-۰۳-۲۰۱۰